اشرف غني له یو شمېر سیاسیونو سره ګډه ناسته کړې ده

عزم(شنبه، ۱۰ وری ۱۳۹۸): نن په ارګ کې مخکېني ولسمشر حامد کرزی، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، عبدالرب رسول سیاف، د سولې عالي شورا مشر کریم خلیلي، سرور دانش او د اشرف غني ترمنځ ګډه ناسته شوې ده.

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې دغه ناسته د سولې خبرې او سولې ته د چمتووالي په پار د نظرونو د شریکولو یوه هڅه ښودل شوې ده.

«په دې کتنه کې یادو شخصیتونو د سولې په پروسه کې د جریانونو، اقشارو او نویو واقعیتونو څخه د غوره استازیتوب  په موخه خپلې مشورې وړاندې کړې.»

په خبرپاڼه کې ویل شوي، دا مشورې په دې خاطر کېږي، چې سولې ته د رسېدو لپاره متعددې هڅې د یوه دریځ په توګه د خبرو اترو په بهیر بدلې شي.

اشرف غني داسې مهال له یو شمېر سیاسیونو سره ګډه ناسته کړې، چې ټاکل شوې نن زلمی خلیلزاد هم کابل ته راشي او له ګڼو چارواکو سره به خبرې اترې وکړي.

د اشرف غني په مشرۍ حکومت هڅه کوي، چې د سولې روانې خبرې ګډې وډې کړي، خو ګڼ شمېر نور سیاسیون بیا د طالبانو او امریکا ترمنځ د روانو خبرو اترو ملاتړ کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button