ښکلی بهار

عاکف مهاجر

سپینې پګړۍ سپینه ماڼۍ چپه کړه
زیړې بوشکې ایټمي بټۍ چپه کړه

طالبه شه دې په لاسو برکت
لکه سهار دې تروږمۍ چپه کړه

بیا به له تا سره ټټر نه وهي
تا د نړۍ کفري کړۍ چپه کړه

سحري ماران بیا امسا ټول وخوړل
موسی د وخت غربي بیړۍ چپه کړه

ښکلی بهار یې ښکلی ګل طالبه
تا د خزان سپیره سیلۍ چپه کړه

عاکف به ویاړم په طالب جانان مې
امریکا تل یې له سیالۍ چپه کړه

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button