بالامرغاب دوهم تعقیب:  چارواکي وایي لسګونه عسکر وژل شوي

 

عزم (پنجشنبه ۱۳۹۸ وری ۱۵): د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ یوځل بیا د طالبانو تر سختو بریدونو لاندې شوې او چارواکي خبر ورکوي چې په یاده ولسوالۍ کې لسګونه افغان ځواکونو ژوند له لاسه ورکړی دی .
د بالامرغاب ولسوال عبدالوارث شیرزاد بي بي سي ته ویلي، د طالبانو په جګړه کې شاوخوا ۳۵ تنه عسکر وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
نوموړی وایي په ولسوالۍ کې ۵۰۰ تنه امنیتي پرسونل لري، چې اوسمهال ټول تر سختې محاصرې لاندې دي.
هغه وایي، که مرستندویه ځواکونه او د ناټو ځواکونه مرستې ته ورنه شي، ولسوالۍ به په یو مخیز ډول د طالبانو لاس ته ولویږي.

بلخوا بیا طالبانو نن سهار خبر ورکړ چې په یاده ولسوالۍ کې یې ۱۲ تنه امنیتي عسکر وژلي او د ۵ کمانډویانو په ګډون یې ۲۱ تنه نور ژوندي نیولي دي.
ځایي سرچینې وایي، ولسوالۍ لا هم محاصره ده او د طالبانو لیزري ځواکونو د افغان عسکرو ټول امنیتي مرکزونه کلابند کړي دي.
د یادونې وړ ده چې کابو شل ورځې وړاندې پر یاده ولسوالۍ د طالبانو د برید پر مهال لسګونه عسکر ووژل شول، تر سلو ډیر طالبانو ژوندي ونیول او همدومره نورو ګاونډي هیواد ترکمنستان ته پښې سپکې کړې.
طالبانو د نیول شویو عسکرو له ډلې  ۵۳  تنه د ښه نیت له کبله بیرته راخوشي کړل.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button