ننګرهار: جلال اباد کې دوه چاودنې شوي

عزم(شنبه، ۱۷ وری ۱۳۹۸): د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي، نن سهار د جلال اباد ښار په دویمه ناحیه«څلوېښت متره سړک» کې د سرحدي عسکرو پر موټر دوه چاودنې شوي، چې له امله یې ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

دی وايي، چاودېدونکي توکې د سړک پر غاړه ځای پر ځای شوي وو، چې ۱۳ تنو ته پکې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

په وژل شویو کې دوه ښځې او یو نارینه دی او د دوو ترافیکو په ګډون پکې ۱۰ تنه ټپیان شوي دي.

د یوه بل خبر له مخې، تېره شپه د جلال اباد ښار نجم الدین اخندزاده په سیمه«هډه» کې یو څوکیدار نامعلومه وسله‌والو وژلی دی.

د تېرې پنجشنبې په ورځ هم، د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې پر یوه ملي بس چاودنه شوې وه، چې پنځه تنه یې ټپیان کړي وو.

په دې وروستیو کې په جلال اباد کې تښتونې، هدفي وژنې او د چاودنې ډېرې شوي، چې مسوولیت یې څوک نه اخلي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button