غزني: طالبان وایي مرکز کې یې یوه پوسته نیولې ۱۶ عسکر یې وژلي دي

 

عزم(شنبه، ۱۷ وری ۱۳۹۸): طالبان وایي تیره شپه یې د غزني ولایت مرکز اړوند، ده خدایداد سیمه کې یې یوه پوسته نیولې.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه پوسته یې د بریدونو په ترڅ کې ۸ تنه عسکر وژلي دي او پوسته یې نیولې ده.

همداراز په هغو کومکي عسکرو یې هم بریدونه ترسره کړي چې د پوستې عسکرو حمایت ته روان وو چې په نتیجه کې یې له هغو څخه هم ۸ عسکر وژلي او یو شمیر نور ټپیان کړي دي.

د غزني ولایتي چارواکو تر اوسه پدې اړه څه ندي ویلي.

دا پداسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې هم د غزني مرکز اړوند ده خدایداد سیمه کې طالبانو دوه پوستې نیولې وې او د دریمې امنیتي حوزې د امر په ګډون له شلو زیات عسکر وژل شوي وو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button