عمرداودزی:  ژر به له ایران سره امنیتي تړون لاسلیک کړو

عزم (سه شنبه ۱۳۹۸ وری ۲۰)

د سولې عالي شورا مشر عمر داودزي د ایران له فارس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې، د کابل حکومت په پام کې لري د امریکا په څیر له ایران هیواد سره هم امنیتي تړون امضاء کړي.

نوموړي ویلي،  اوسمهال د امریکا او هند په ګډون له یوولسو هیوادونو سره امنیتي تړونونه لري چې ژر به له ایران سره هم دا ډول یوه تعهدنامه لاسلیک شي.

نوموړي نه دي ویلي، چې تر دې امنیتي تړون وروسته به د ایران سپاه پاسداران،  فاطمیون او ورته نورو مسلحو پوځونو ته هم د افغانستان په خاوره کې د امریکا په څیر پوځي اډې ورکول کیږي کنه.

دوادزي له ایران هیواد نه مننه کړې چې د طالب استازو کوربتوب یې کړی ؤ او زیاته کړې یې ده چې ایراني چارواکو ورسره د طالب مرکچیانو د خبرو د شریکیدو سربیره د دوی وړاندیزونه هم طالبانو ته رسولي دي.

عمر داودزي په ټینګار سره ویلي چې د ایران په تړاو د ولسمشر غني د ویاند “شاه حسین مرتضوي“ او نورو اشخاصو افرادو څرګندونې د حکومت رسمي دریځ نه دی او دوی له تهران سره حسنه روابط لري.

داودزی وایي، امریکا نه شي کولی د تور لیست،  د ځواکونو د ایستلو او د بندیانو د خوشې کولو په مواردو کې له طالبانو سره خپلمنځي جوړجاړی وکړي او په وینا یې چې دوی پر امریکا ژغ کوي چې ژر تر ژره دې بین الافغاني خبرو ته طالبان وهڅوي.

نوموړي د روان وضعیت د خونړي کیدلو لامل د امریکا او افغان حکومت ځینې نیمګړتیاوې بللې چې په وینا یې باید د مخنیوي لپاره یې د امنیتي تړون له محتویاتو ښه څارنه شوې وای

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: