چاپه مار عملياتونه او ناموسي قضيې!

چاپه مار عملياتونه او ناموسي قضيې!
وحيدالله مصلح
افغانان ارزښتي ولس دی، په دغو په ارزښتونو کې يو شمېر يې داسې دي چې دوی پرې بدۍ کوي، د بديو او جدل په سر کې پوله پټی، ناموس او ديني ارزښتونه دي، زمونږ د تېرې نيمې پېړۍ جنګ له همدې ارزښتونو راپيل شو، څلوېښت کاله مخکې د تره کي په فرمانونو کې د خلکو ابادې زمکې نورو ته وويشل شوې، دې وېش غه مهال لويې بدۍ پيدا کړې، دا جګړه له همغه پيل نه د دين پر محور راغله او هغوی چې دين يې د ټولنې اپيوم باله؛ کودتا يې وکړه او جنګ يې پيل کړ. وروسته چې بيا دوی شورويانو سره يو ځای د خپل ملت پر ضد جنګېدل په دې کې نو داسې ناموسي قضيې هم راغلې چې د تاريخ پر ټنډه تلپاتې داغونه دي.

ناموسي استفاده؛ تاريخي پسمنظر!
د افغان ځواکونو اوسني عملياتي پلان جوړوونکي او مشران بايد د سياسي او امنيتي موخو لپاره د ښځو ابزاري استعمال په پخواني خلقي حکومت کې مطالعه کړي، په هغه ارزښتي جګړه کې د ناموس قضيه سخته پاروونکې وه، له يوې خوا پاريدلي ولس خپله دفاع کوله، خپل ناموس او ارزښتونه يې ګټل او بله خوا په څرخي پله زندان او د خاد په تورو کوټو کې نظاميانو له زندانيانو د اعتراف اخېستلو په خاطر د هغوی مېرمنې حاضرولې، د څرخي پله زندان د همغه مهال يو زنداني ډاکټر سيف الرحمن ابراهيم خېل هم وو، نوموړی د همدغسې پېښې شاهد پاتې شوی او وايي چې:
(له مونږ سره په څرخي پله زندان کې د امان الله په نوم يو زنداني هم وو، کمونېستان يې پر تعذيب ستړي شول خو اعتراف يې ترې نه شوای اخېستی… بالاخره يو کمونېست (ثناالله شهيد) وويل چې ما ته يې پرېږدئ… د امان الله مېرمن يې زندان ته راوستله، او د امان الله په مخ کې يې لاس ورواچاوه، امان الله پرې چېغه کړه او بيا يې پر سپن کاغذ د داسې کړنو مسئوليت واخېست چې نه يې وو کړي… څو ورځې وروسته قاضيانو د امان الله دوسيه وڅېړله، امان الله ورته د ثناالله او نورو کمونېستانو کيسه وکړه او ويې ويل چې دا ټول اعتراف په ظلم ترې اخېستل شوی… قاضيانو ورته وويل، چې څومره وخت دې د واده شوی؟ امان الله ورته وويل، چې ۷ کاله، نو کمونېستو قاضيانو ورته کړل، چې په دې اوه کلونو کې څومره ډېر له ښځې سره يو ځای شوی يې خير که يو دوه ځلې ورسره ثناالله يو ځای شوی وای… قاضيانو پر امان الله ۱۹ کاله بند وخېژاوه، وروسته بيا امان الله په زندان کې لېونی شو!)
خلقي نظام داسې فکر کاوه چې په دغسې کړنو سره به هغه جګړه وګټي خو دې پېښو نوموړې جګړه نوره هم توده کړه او دې تودې جګړې هغه ټول حکومت له فولادي شورويانو سره ويلي کړ.

د شورويانو ناموسي تيري!
جنرال ماياروف هم په خپل کتاب کې يوه دردوونکې کيسه ليکلې ده، لنډيز يې په دې ډول دی چې په جلال اباد کې شوروي ځواکونو ګزمه کوله، وږي شوي وو، يوه کور ته لاړل، هلته يې چې ليدلي درې ښځې هم شته نو تر خوراک مخکې يې د کور د مشرانو او کشرانو په مخکې مسلسل دوه ساعته پرې جنسي تيري کړي، بيا يې ښځينه او نارينه ټول وژلي، په ليمڅي کې يې اچولي او په اور يې سوځولي… کله چې دا قضيه کابل کې راياده شوې، د ماياروف په شمول شوروي قومندانان پر دې قضيې د عذر په حالت کې وو، خو هلته چې د کشتمند او نجيب په شمول حکومتي مشرتابه دوی څرنګه سپينول او ګناه يې ټوله پر وژل شويو افغانانو اچوله دا نو د غلامۍ هغه وروستي حدونه وو چې دې کودتايي رژيم په کې ژوند کاوه. دا کيسه د ماياروف د کتاب (افغانستان کې ريښتيا څه تېرېدل؟) په ۳۳۵ مخ کې په تفصيل سره راغلې ده.

اوسنۍ جګړه؛ ناموسي قضيې!
ابل کال مې يو ملګري کيسه کوله، ويل يې چې يوې خارجۍ په افغانستان کې د روان جنګ پر قربانيانو تحقيق کاوه، زه ورسره په دغه تحقيق کې همکار وم او کلي پر کلي ګرځېدو، نوموړي ويل چې والله په دغو کليو کې د بهرنيانو له خوا داسې ناموسي کيسې وې، چې د انسان غونی ورته زيګېده، ويل يې چې دغو قربانيانو خپلې ناموسې کيسې د پښتو او ننګ په خاطر نه رسنيزې کولې او حکومت ته يې عرض نه کاوه، ويل يې چې دا کيسې دومره تراژيديکې وې چې خارجۍ به ډېر کله ورته سلګيو ونيوله او ژړل به يې.

کرزي حکومت؛ د بټي کوټ مېرمنې!
د کرزي په لومړۍ حکومتدارۍ کې چې شپيني عمليات ډېر شوي وو، په بټي کوټ کې د دغو عملياتو په ترڅ کې له کور څخه مېرمنې يووړل شوې، هغه ورځ لکه ملي ماتم چې وي، د بټي کوټ غيرتي ولس ټول راوتلی وو، لارې يې بندې کړې وې او خپل ناموس يې ګاټه. دغه مهال کرزی هم د شپېنيو عملياتو سخت منتقد وو او تل به يې پر بهرنيانو د ملکي تلفاتو، شپېنيو عملياتو او بمبارډونو له امله ګوتڅنډنې کولې. په دغه پېښه کې کرزي زر مداخله وکړه او د خلکو د پراخو مظاهرو له وېرې هغه مېرمنې ډېر زر خپلو کورنيو ته وسپارل شوې.

هلمند؛ تازه کيسه!
ابله ورځ په هلمند کې افغان ځواکونو پر يو کور بريد کړی، د يوې ښځې په شمول يې دوه سړي وژلي او د کور دوه ښځې او څلور سړي يې له ځانونو سره له کوره پورته کړي.
د عملياتو دغه پلانوونکي او تطبيقوونکي نه پوهېږي چې دوی په دغسې عمل سره څه غواړي تر لاسه کړي؟ د افغان ځواکونو له خوا په وروستيو بريدونو کې د ملکي تلفاتو په تعقيب د ښځينه و وژل او له ځانونو سره وړل يوه خطرناکه لوبه ده، دا لوبه ډېر لوی قېمت لري او پر دې قېمت د ښار نرخچيان نه پوهېږي دا د ولس او قام درنه بيه ده.
حامد کرزی ښه وو، پر بهرنيانو به يې توندې نيوکې کولې، هغه د امريکايانو شپيني عملياتونه هم بند کړي وو او د ملکي تلفاتو په وړاندې هم هيڅکله خاموش نه پاتې کېده. خو دلته وېرنه دا ده چې اوسنی حکومت تل پر ملکي تلفاتو خاموش پاتېږي، په دغه ويروونکې خاموشۍ کې بيا خياطان رالګېږي د افغان ځواکونو پر لاس د ملکيانو وژل توجيه کوي، چې ګنې طالبان په کليو کې پټېږي او د دې قتلونو لامل خپله طالبان دي، دوی په خپل دغه منطق د افغانانو پر مړو خاندي، او د دې پېښو پړ پر ټر پټوي.
په يوه هېواد کې نظامي ځواکونه د ملت د ګټو، ارزښتونو، مالونو او ځانونو ساتونکي وي، خو کله چې خپله دوی حتی مېرمنې له کورونو راپورته کوي دا په افغان فرهنګ کې سخت نامرده کار دی او دا نامرده کار تر شا د کسات توفانونه لري.
په داسې حال کې چې د سولې په اړه د نظرونو د شريکولو لپاره حکومت د سولې پر هيئت غور کوي، په بل قدم کې په همدې موخه د سولې مشورتي لويه جرګه راغواړي او بيا رالګېږي داسې نظامي عملياتونه ترسره کوي چې ملکي تلفات يې غوښنه برخه ده او له کورونو د ښځو راپورته کول پرې سرباري د بې ننګۍ بارونه؛ نو دا کيسې هيڅ سره سر نه خوري، سمه ده چې ښکېل لوري لا هم د جنګ په حالت کې دي، خو حکومت د خپل ملت په وړاندې مسئوليت لري که نه؟
د کندهار د پېغلې چغه تر خيبره راغله
زمونږ چې ځوان راځي راځي زه به سرتوره يمه

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button