پمپیو: پر طالبانو باور لرو، خو نورو اعتبار له لاسه ورکړی دی
عزم(پنجشنبه، ۲۲ وری ۱۳۹۸): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې ته ویلي چې له طالبانو سره د واشنګټن د خبرو لامل پر دغې ډلې باور او افغان حکومت څخه د ریښتینولي او فساد برخه کې د افغان ملت ښه خاطره نه درلودل دي.
پمبیو دغه څرګندونې نن ورځ د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې ته له طالبانو سره د خبرو د وضاحت ورکولو په مهال وکړې.
مایک پمپیو وړاندې و ویل: طالبانو سره ځکه د مذاکراتو میز ته راوړاندې شول چې طالبان یو فوځي او سیاسي قوت دی، د تاوتریخوالي کچه راکمه شي او طالبان هم غوښتنې او وړاندیزونه لري چې باید واوریدل شي.
هغه و ویل دا چې په طالبانو د سولې پروسه کې څومره باوري دي دا به د عمل په میدان کې جوته شي، خو یواځې په طالبانو بې باوري نشته بلکې یوه ژوره بې باوري د افغانستان په نورو ټولو لوریو کې شتون لري.
هغه دا ونه ویل چې دغه بې باوري خپله د افغانانو منځ کې موجوده ده او که د امریکا او افغان لوري خو زیاته یې کړه چې افغان ملت د ریښتینولي او فساد برخه کې یوه ترخه خاطره لري چې لدې معلومیږي د هغه مطلب د امریکا او افغان حکومت تر منځ بې باوري یادوي.
هغه د سولې پروسه کې د ښځو د ونډې په اړه و ویل دوی باید خپله ځان ته په دغه پروسه کې ځای پیدا کړي او خپل حق دې له امریکا نه بلکې حکومت څخه وغواړي.