د ننګرهار د ولايتي شورا پخوانی مرستيال ووژل شو

1231

جلال اباد (عزم چارشنبه١٠ چنګاښ ٩٤)

د ننګرهار د ولايتي شورا پخوانى مرستيال او ديني عالم مفتي معين شاه  د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوى دى.

د دغه ولايت د والي وياند احمدضياء عبدالزي وایی چی دا پېښه پرون نږدې ماښام په غني خېلو ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې د ولايتي شورا پخوانى مرستيال او ديني عالم مفتي معين له جلال اباد ښاره خپل کور ته پر لاره و چې د غني خېلو ولسوالۍ د مارکو په سيمه کې نامعلومو وسله والو پرې ډزې کړې او وژلى يې دى.

د نوموړي په وينا، دى په خپل موټر کې روان و او ورسره خوا کې له بل موټره پرې ډزې شوې او بريد کوونکي په تېښته بريالي شوي دي.

عبدالزى وايي چې د ننګرهار والي سليم کندوزي د مفتي معين شاه وژنه غندلې او اړوندو مسوولينو ته يې د جدي پلټنو امر کړى دى.

مفتي معين شاه په تېره دوره کې دننګرهار د ولايتي شورا مرستيال او اوس يې په يوه سيمه ايزه راديو کې دينې خپرونې پرمخ بېولې.

تر دا مهاله د پېښې پړه چاپه غاړه نه ده اخيستې

د يادونې وړ ده په دې وروستيو کې په ننګرهار ولايت کې د داعش په نامه وسله وال راپيدا شوي چې په سيمه کې يې خلکو ته امنيتي ګواښونه ډېر کړي دي،په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي حاجي حضرت علي هم تېره ورځ له يادې ډلې اندېښنه څرګنده کړې وه او له ولس او دولت نه يې غوښتي وو چې په دې اړه سره يو موټی شي.

 

 

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button