د طالبانو (الفتح عملیات) او د سولې بهیر !!

 

_حافظ هجرت_

وړمه ورځ د هیواد په لر او بر کې د بهرنيو اشغالګرو او د هغوي د کورنیو ملاتړو پر خلاف د طالبانو له لوري د الفتح په نامه پسرلني عملیات اعلان شول ؛ چې په اړه یې د امریکا د استاځي زلمي خلیلزاد او د هیواد یو شمېر حکومت پلوه سیاسیونو ، او نورو هغو کسانو چې د غربي میډیا له زهرجنو تبلیغاتو څخه متأثره دي ؛ منفي غبرګونونه ښودلي او دا یې د طالبانو لخوا د سولې ضد دریځ او ناسم اقدام بللی دی .

ددوي په وینا چې د یادو عملیاتو اعلان د سولې او مذاکراتو په دې حساس پړاؤ کې ناسم او جګړییز اقدام دی او دا اقدام به زموږ هېواد او ولس لره د امن او د سوکالۍ پر ځائ د نا امنۍ او د یوې بلې څلوېښت کلنۍ جګړې پر لوري ورټېل وهي .

خو په حقیقت کې دوي تېروتلي دي او د پراخه تاریخي حقایقو پرځائ یې د موجوده اضطراري حالت نه په استفادې سره تنګ فکره او ناقص قضاوت کړی دی .

دوي دا فکر کوي چې ګني امریکا او اتحادیان یې له ښې ورځې او یا هم پخپله خوښه له افغانستان څخه وځي او نور نه غواړي چې خپل نظامي شتون ته په افغانستان کې دوام ورکړي .

او په هغه علت سترګې پټوي او یا هم ترې ناخبره دي د کوم علت له کبله چې نن د نړۍ مغروره ، اشغالګره او امپراطوره امریکا له طالبانو سره د مذاکراتو په مېز ناسته ده او د سولې اړوند ورسره پراخ مجلسونه او رغنده بحثونه کوي ترڅو خپل خوړلي شکست ته د سولې نوم ورکړي او خپلې پښې له افغانستان څخه وباسي .

نړۍ په دې حقیقت ګواه ده چې د امریکایانو له طالبانو سره د مذاکراتو په مېز ناسته کول د طالبانو د تېرو هغو پسرلنيو عملیاتو ، استشهادي او تهاجمي بریدونو پایله ده ، کوم چې یې په امریکا او د هغوي په اتحادیانو باندې د افغان په خاوره کې ترسره کړي دي .

نو په همدې بناء موږ ویلی شو چې طالبان د موجوده اعلان شویو پسرلني عملیاتو (الفتح) په مټ کولای شي چې په اشغالګرو او د هغوي په لاسپوڅو مزدورانو فشار راوړي ترڅو د سولې روان بهیر نور هم ګړندی کړي او د کلونو کلونو کیسې او لانجې د میاشتو په اوږدو کې حل او پائ ته ورسوي .

مونږ افغانان د اشغال د ژر تر ژره پائ ته د رسېدو په خاطر د طالبانو دغو عملیاتو ته ښې او مثبتې هیلې لرو او له خدائ ﷻ څخه امید لرو ؛ چې دا عملیات به په افغانستان کې د اشغال په مقابل کې وروستي عملیات وي او نور به د خدائ تعالی په مرسته د الفتح عملیاتو د کاري ګوزارونو او اتلوالو بریدونو په نتیجه کې د افغانستان مسلمان او غیور ولس له امریکایي اشغال څخه نجات مومي او له هېواد څخه به مو کفر، الحاد او فساد بنسټګران او د هغوي معاونین خپلې کډې باروي . ان شاءالله

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button