فارن افییرس: امریکایان دې جګړه بس کړي،له افغانستان نه بل ویتنام جوړیدونکی دی

عزم( سه شنبه ۱۳۹۸ وری ۲۷)

د امریکا د فارن افییرس خپرونې په خپل خپاره شوي مطلب کې پر امریکایي چارواکو ژغ کړی چې مخکې تر دې چې افغانستان پر دوهم ویتنام بدل شي، باید امریکا یې پر وړاندې مهم ګام واخلي.

نشریه وایي، افغانستان کې نوره جګړه بې ګټې ده او امریکایي مشران باید ټول تمرکز پر سولییز جوړجاړي وکړي.
مطلب کې راغلي، لوړه سلنه امریکایان له افغان جګړې سره مخالفت لري چې باید د امریکایي حکومت مشران خپل ولس،متحدینو، سناتورانو او نړۍ ته دا قناعت ورکړي چې له دغه هېواده یې وتل په ګټه دي.
فارن آفییرس له امریکایي چارواکو غوښتي چې د ویتنام له ماتې درس واخلي او له افغانستان سره دې تر وتلو وروسته د بشري همکاریو د زیاتوالي په هکله فکر وکړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button