ټولنیزې رسنۍ څنګه وکاروو او څه پرې خپاره کړو

لیکنه: قطار ظفري
په افغانستان کې د موقتې ادارې له رامنځته کېدلو سره جوخت هېواد له انټرنیټي نړۍ سره په پوره مانا وتړل شو، رسمې ادارې، پوهنتونونه او ان شخصي خلکو انټرنیټ ته لاره وموندله.
خو څنګه، چې ټولنیزې رسنۍ دلته نوې راټوکېدلې، او زیاتره خلک ورسره پوره اشنا نه دي، همدا وجه ده، چې د ګټې تر څنګ یې ګڼ زیانونه راولاړ کړي دي.
دلته په همدې بحث کوو چې څنګه وشو کولی د تاوان پرځای له دې مهمې وسیلې څنګه د ګټې کار واخلو. دلته یې راسر ولولئ:
خواله ( ټولنیزې رسنۍ) څنګه وکارو؟
د فېسبوک، ټویټر، یوټیوب، انسټګرام… د کارونې لپاره باید لاندې کړنې په نظر کې ونیسو تر څو مو پر شخصیت موثره اغېزه وکړي، دین ته د خدمت مصدر شو او په څنګ یې دې کړېدلې ټولنې ته هم د ویاړ سمبول شو:
۱- داسې نشرات وکړئ، چې اسلامیت او افغانیت مو په کې خوندي وي.
۲- د خپل فرهنګ د ژوندي کولو لپاره باید کار وکړو، نه د هغه د مرګ لپاره.
۳- د قومي، نژادي او سمتي توپیرونو څخه لریتوب.
۴- د داسې یو متن نشرول، چې خلک ترینه یو څه واخلي او پر ژوند یې یو ډول نه یو ډول اغېزه وکړي.
۵- له اوازو څخه ځان لرې ساتل.
۶- د خلکو خصوصي حریم ته پوره درناوی.
۷- له تور لګولو څخه ځان ساتل.
۸- د داسې انځورونو له خپرولو څخه ډډه کول، چې د خلکو پر اذهانو منفي اغېزه کوي.
کوم ډول متن لوستونکي لولي؟
په نننۍ نړۍ کې تر ټولو کم پیداکېدونکی څېز وخت دی، خلک تر بل هرڅه وخت ته زیات ارزښت ورکوي نو موږ هم باید د خپلو مطالبو په خپرولو کې یاد فکتور ته پام وکړو. کله چې مطالب خپروو نو دا کړنې باید په نظر کې ونیسو:
۱- کوښښ وکړئ چې لنډ او ښکلی عنوان ورته وټاکئ.
۲- د مطلب سره ورته او مناسب انځور خپور کړئ.
۳- داسې موضوع باندې لیکنه وکړئ، چې په ټولنه کې جدي اړتیا وي .
۵- تر ټولو غوره موضوع وټاکئ.
څنګه کولای شو، چې موضوع پیدا کړو؟
که څه هم په لومړیو کې د دې پوښتنې ځواب په رښتیا هم ستونزمن وي خو په کار او زیار سره هر څه کېدونکي دي.
د موضوع په موندلو کې مه ورخطا کېږئ ټولنه له داسې زرګونو موضوعاتو ډکه ده، چې تر اوسه لا چا په ژورنالیستکو سترګو نه دي لیدلې. زموږ شاوخوا په هر څه لیکنه کېدای شي که تاسو سهار له کوره تر دفتره ځئ نو د ښار پاکوالی، چټلي، د پسرلي باراني موسم، د سرک تر څنډې ناست نشه یان، د ترافیکو ګڼه ګوڼه، د زور واکو د موټرونو هارنونه، د زور واکو د کورونو سمنټي دیوالونه، د روغتونونو حالات.
د موټرونو د کرایو لوړوالی، د ښوونځيو ودانۍ، د ځوانانو بې کاري …
هره یوه یې داسې موضوع ده که چېرته ورته په ژور لېد وکتل شي ښې لیکنې پرې کېدای شي.
خپل شخصیت څنګه ثابت وساتو؟
د دې خبرې د ثبوت لپاره یو څه وخت مبارزې او قوې انګېزې ته اړتیا ده، که غواړئ، چې په ټولنه کې وپېژندل شئ نو باید سختې ورځې تېرې کړئ.
خو دا، چې په خواله رسنیو کې ځان څنګه مطرح کړو باید لاندې کرښې ومنو:
۱- پر خپل نوم مو اکاونټ جوړ کړئ.
۲- د پروفایل انځور مو باید معیاري وي.
۳- د پروفایل انځور باید ژر، ژر بدل نشي.
۴- فعاله اوسې.
۵- هرې موضوع ته له سیاسي، هنري او فرهنګي عینکو وګورئ.
۶- لیکل او انتقاد باید پر دلایلو وکړئ.
۷- مطالب په لنډو جملو کې تر خلکو ورسوئ.
۸- له بې مفهومه او ډېرو خپرونکو انځورونو څخه خوداري وکړئ.
۹- د کاپي رایټ قانون ومنئ.
۱۰- د نورو رغنیز انتقاد ومني.
۱۱- مطالب مو باید املایي غلطي ونه لري
او…
پایله کې ویلی شو، چې راځئ داسې یو کار ته ملا وتړو، چې د دین، ټولنې او ولس لپاره په خیر تمام شي. هر څه کېدونکې دي او دا چې ښه وکړو او ښه تر خلکو ورسو دا به تل یاديږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button