د سولي په وړاندي د ارګ او طالب د دیپلوماسۍ توپیر…!!

 

لیکنه: موسی فرهاد 2019-4-20

د قطر پلازمینه دوحه کې د جوړیدونکي بین الأفغاني غونډي د لغوه کیدلو وېره لا هغه مهال خپره شوه، چې د کابل حکومت له خپله اړخه د مرکچیانو دومره اوږد لیست اعلان کړ چې ټوله دنیا ورته ګوته په غاښ پاتي شوه، او بالأخره دا پراخ لیست د ټولنیزو رسنیو د ریشخند او ټوکو ټکالو یوه اوږده سوژه وګرځیده.
دا چې د حکومت له دومره پراخ لیست نه هدف څه وو، کتونکي یې څو احتماله بیانوي: یو دا چې کوشش یې کړی وو ترڅو خپل ټول حکومتي ماموران او د هغوی خیښ و خال پکي ځای کړي، دویم دا چې د غني او د هغه د ټیم د ټاکنیز کمپاین کار پکي مخته ولاړشي. له همدې ځایه وه چې له دومره پراخوالي سره سره یې بیا هم څوک خوشحاله نکړای شو بلکي په کور دننه یې دوه نیم سوه مخالفتونه را ولټول. ځکه چې هدف یې سوله نه بلکي د سولي په نوم یې نوري ورانۍ ته هوډ کړی و.
حقیقت دا دی چې ارګ میشتې په ټوله کې له روانو سولییزو پروسو نه کلکه ویره لري، چې د دوی واک او ځواک پکي له منځه ځي، له همدې امله هم د امریکا او طالبانو ترمنځ په مذاکراتو غمجن دي او هم یې له مسکو نه د راپیل شوي بین الأفغاني فارمټ همیشه سرسخته مخالفت څرګند کړی، اوس چې د امریکا پریشر ورباندي زیات شو چې د قطر د غونډي سره به مخالفت نه کوي، نو یې د هغي لپاره د تیاري تر پوښ لاندي د هغي د ګډوډۍ او مختل کیدلو هڅه په دې دول وکړه، چې په نتیجه کې یې دا بین الأفغاني غونډه لغوه شوه.

لیستونه او د غونډي د تخریب لیست!

دا چې څنګه د ارګ له لاسه دا پروسه تخریب سوه؛ په اړه یې د قطر دفتر د یوې سرچینې جریان ته تم کیږو، دا سرچینه وایي چې لومړی ځل د مارچ په وروستیو کې سلطان برکات ته له امریکا، کابل او ځینو نورو جهتونو څخه بیلابیل لیستونه رسیدلی وو چی هغه بیا دا لیستونه طالب لوري ته وړاندي کړل، د سرچینې په وینا طالبانو، نه یوازي دا چې له ټولو سره یې مخالفت ونکړ، بلکي په ترتیب کې ورسره همکاري هم وکړه، او په ګډه یې د نژدې دوه سوه تنو لیست غوره کړ، چی په هغو کی د ماسکو دغونډی برخوال او نور د ګڼو جهتونو خلک شامل وو.
څه وخت وروسته بیا سلطان برکات د څلور سوه کسانو نوي لیستونه له مختلفو خواوو ترلاسه کړي وو، مګر دومره وه چې په دې لیستونو کې خپله د حکومت دننه کړیو لخوا خپل خلک انتخاب شوي وو، مثلاً له ځینو سره به لیکل شوي وو، د ډاکټرغني نماینده، د اجراییه ریاست نماینده، د کریم خلیلي استاځی، د احمدولی مسعود لخوا، د محقق لخوا، د ښځو د سازمان لخوا، د پلانۍ مدنی ټولني لخوا، د ځوانانو لخوا، همداسي لویی پرپړې وي، چې د زیاتره نومونه به څو ځله لیکل شوي وو. دا لیستونه یوځل بیا د انسټیټیوټ لخوا له طالبانو سره شریک کړل شول.
د قطر دفتر دا سرچینه وایی چې بالآخره د تخنیکي ټیمونو له عمیقي څیړني وروسته داسي لیستونه تیار شول، چې د ټولو جهتونو مناسبه ونډه په نظر کی ونیول شوه، د کابل اداری د سولې شوری او یو شمیر نور غړي هم پکي ځای کړل شول، دا لیست نهایی شو، د غونډې پر رابلني کار پیل شو، په دې وخت کی په ارګ کی ګرمي غونډي پیل سوي، د سرو کرښو او نورو پلانونو خبره له ارګه را ووته، او بالأخره دوه نیم سوه کسیز بل لیست پکي اعلان شو هغوی ته د ارګ د سفیرانو نوم ورکول شو، او رسمي مذاکرات یی ترې جوړ کړل په داسی حال کی چی دا لیست نه له قطر سره شریک شوی و، نه له انسټیټیوټ سره او نه هم له نورو ګډونوالو او فعالانو سره. او تر دې وړاندي چې کوم لیست نهایی شوی وو؛ هغه له ټولو خواوو سر شریک شوی و.
د کابل له دغه نا انډوله لیست سره چې په کور دننه کې هم سخت مخالفتونه را پورته شول؛ او اندیښنې یې را وپارولي، د سلطان برکات انسټیټیوټ په هغه لیست ټینګار کاوه چې مخکي له مخکي نه د کابل په شمول ټولو خواوو ته مناسبه برخه کی ورکړل شوې وه، ارګ سره له دې چې اول یې پري سر ښورولی و؛ د برکات دا لیست رد کړ او د قطر الوتکي ته یې د ورتګ اجازه ورنکړه ترڅو کسان غونډي ته ورسوي. په دې توګه یې هم دا غونډه تخریب کړه، او هم یې ځان ریشخند کړ، خو خپل هغه هدف ته ورسید چې د بین الأفغاني پروسې مخه ونیسي.

د کابل سرې کرښې!

سرې کرښې طبعاً د هغو لوریو ترمنځ راکښلي کیږي، چې په رسمي شکل مذاکراتي پروسي ته داخل شوي وي، او یو و بل یې د خپل مقابل جهت په توګه سره منلي وي، لکه طالبان او امریکایان.
د کابل ادارې چون تراوسه هغه حیثیت نه دی موندلی چې طالبان یې په رسمیت وپیژني او بیا ورسره مذاکرات وکړي، په ځلونو یې دا خبره هم واضحه کړې ده، د مسکو او قطر بین الأفغاني جلسې ټول افغانان داسي یو فرصت ګڼي چې ګوندي د رڼا یو څرک پکي پیدا کړي. او د حل لاري ته به یوه لاره وموندله شي.
خو متاسفانه چې د کابل ادارې هیڅکله دا نزاکت، نه درک کړ، نه یې خپل حیثیت وپیژانده او نه یې د ملت د هیلو خیال وساته، د یوې تفاهمي او باورجوړونکي غونډي او د یو رسمي مذاکراتي مجلس ترمنځ یې توپیر ونشو کړای، د یاد کنفرانس تر دایریدو وړاندي یې په ارګ کې غرب ځپلي ټیکنوکراتان، جنګسالاران، غله او مافیایی داړه ماران سره را غونډ کړل ترڅو سري کرښي وټاکي، له ارګ نه را وتلو خبرونو کې وویل شول چې آساسي قانون، نظام، انتخابات او د ښځو حقوق د دوی سرې کرښې دي.
یعني دا شیان د بحث وړ نه دي، طالب به یې هرو مرو مني، هغه آساسي قانون چې خپله دغه حکومت له اولي ورځي تر پښو لاندي کړی، هغه نظام چې ټوله دنیا یې د یو فاسد ترین نظام په توګه پيژني، او هغه انتخابات چې په ټوله دنیا کې دومره مسخره نشته لکه د کابل ادارې ټاکني، او هغه ښځينه حقوق چې د کابل ادارې عسکر ورځي په هلمند کې تورسري له کوڅیو را کشوي، زندانونو ته یې اچوي، سړي ورته وژني ماشومان تري غورځوي، کورنو ته یې اور اچوي.
دا هغه سرې کرښي وي چې د قطر بین الأفغاني مجلس ته د ارګ لخوا را کښل شوي وي، او د همدې د منلو لپاره یې 250 د واده ورا تیاره کړي وه.
له دې ډول ناشولټه پالیسیو نه د لمر غوندي ځلیږي چې ارګ میشتي خلک پخپله د افغان سولي په وړاندي سره کرښه ده، ترڅو چې د دوی وس وي د سولي په وړاندي به همداسي بې شرمانه او ظالمانه خنډونه ایجادوي.

له سولي سره د طالبانو سیاسي چلند

طالبان چې له امریکا سره د رسمي مذاکراتو پروسي ته داخل شوي؛ له همغه راهیسي یې نه یو قدم شاتګ کړی او نه یې خنډ او ځنډ رامنځ ته کړی، حتی چې مذاکراتي ‎ټیم یې ځای پرځای ورته ناست دی، د مسکو کنفرانس ته په ورین تندي ورغلل، د قطر کنفرانس ته یې خپله پوره امادګي وښودله، هرڅومره چل ول چې د کابل ادارې وکړ، طالب هیئت وزغمه، په ډېرو مواردو کې یې نرمښت وښود، چې بالاخره یې د کنفرانس د لغوه کیدلو له ملامتي څخه ځان وژغوره، ملت او دنیا ته یې خپل پیغام مثبت ورساوه، د ځنډ او خنډ ټول منګی یې د کابل ادارې پرسر ورمات کړ. چې دا د سوله ایزي پروسې سره د هغوی کامیاب دیپلوماتیک چلند دی. له دې نه څرګندیږي چې طالبان اوس د دیپلوماسۍ په ډګر کې هم ښه پاخه لوبغاړي دي، ځکه ډېري غټی لوبي، سره له ډېرو چیلنجونو؛ د خپل ځان په ګټه پای ته رسولای شي.
نن چې په ولس کې د غصې کوم طوفان را پورته شوی؛ مخ یې ټول د ارګ پرخوا دی، چې ښایی په نژدې راتلونکي کې ارګوال خپل سرونه پکي وخوري، د همدې بین الأفغاني غونډي وروسته سمدستي په کابل کې یو شمېر علماؤ، قومي متنفذینو او سیاستوالو په یوه غونډه کې اعلان وکړ چې نور به له دې پس هم انتخابات تحریموي او هم به راتلونکی د لویی جرګي په نوم دسیسي ردوي، چې دا ټولي د دوی په ګمان د هیواد په خیر نه دي، هغه څه چې ارګ یې په جوړولو لګیا دی. نو دا یوه بېلګه ده چې ولس د ارګ میشتو د ناروا دسیسو په وړاندي نور بې حوصلې بریښي.

پای…………..!
موسی فرهاد
2019-4-20

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button