سهیل شاهین: راتلونکې غونډه کې یوازې د بهرنیو ځواکونو پر وتلو خبرې کوو

 

عزم(دوشنبه، ۲ غویی ۱۳۹۸): دطالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین وایي چې په راتلونکې غونډه کې به یوازې د بهرنیو ځواکونو پر وتلو خبرې کوو.

نوموړي له فرانس پرس خبري اژانس سره په تازه خبرو کې ویلي، چې د امریکا له مذاکراتي ټیم سره په تېرو غونډو کې د بهرنیو ځواکونو پر وتلو یو لړ هوکړو ته رسیدلي دي خو ځينې جزیات د بحث وړ دي.

سهیل شاهین ویلي چې راتلونکې غونډه به یې همدې بحث ته ځانګړې وي او د نورو خبرو د جریان لپاره هم د بهرنیو ځواکونو د وتلو موضوع د خنډ په توګه ده.

سهیل شاهین داسې مهال د امریکایي ځواکونو د وتلو موضوع د نورو خبرو د جریان لپاره خنډ بولي چې د افغان سولې لپاره د امریکا خانګړي استازي زلمي خلیلزاد بار بار ویلي چې امریکا نوره دلته ستړې ده او غواړي چې طالبانو سره له یوې ممکنه لارې څخه هوکړې ته ورسیږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button