طالبان وایي فراه کې یې ۱۰ عسکر وژلي ۱ شوبله یې نیولې

 

د فراه ولایت اناردرې ولسوالۍ کې نن سهار طالبانو له ولسوالۍ څخه په راوتلو عسکرو بریدونه کړي چې عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

طالبانو د برید مسئولیت منلی او ویلي یې دي چې نن سهار یې د اناردرې ولسوالۍ مرکز ته څیرمه په عسکرو د کمین په ترڅ کې بریدونه کړي چې لس تنه عسکر یې وژلي دي.

طالبانو ویلي چې جګړه هغه مهال رامنځته شوه چې عسکر په رینجرو او ټانګونو کې له ولسوالۍ څخه راو وتل چې ۹تنه پکې و وژل شول او جګړې له غرمې وروسته هم جریان درلود.
طالب ویاند ویلي چې په یاده جګړه کې یې ۱ شوبله او لس میله وسله هم لاسته ورغلي دي.

د فراه ولایتي چارواکو تر اوسه پدې اړه څه ندي ویلي.

د اناردرې ولسوالۍ څو میاشتې وړاندې په تیر کال کې څو ورځې تر خپل کنټرول لاندې راوستله چې هغه مهال یې ګڼ شمیر عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اړولې وه.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button