د یوناما مشر له طالب مشر ملا برادر اخندسره کتلي

 

عزم (پنج شنبه ۵غویی ۱۳۹۸) په هیواد کې د روان وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مشر تادامیچي یاماموتو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له رئیس ملا عبدالغني برادر سره کتلي دي.
په هغه خبرپاڼه کې چې د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد لخواخپره شوې، راغلي؛

“په غونډه کې چې د اسلامي امارت د مذاکراتي ټیم او سیاسي دفتر یو شمیر غړي هم حاضر وو، د مذاکراتو په روانه پروسه، ملکي تلفاتو او د اسلامي امارت په ساحو کې په بشري مرستو تفصیلي خبرې وشوې. “

خبرپاڼه وایی، ملابرادر اخند په خپلو خبرو کې د یوناما مشر او ورسره پلاوی یې وهڅول تر څو د بیطرفۍ اصل په کلکه مراعات او په یادو برخو کې په ښه ډول خپل مسئولیت ترسره کړي.

مجاهد ویلي، یاماموتو د خپلو خبرو پر مهال ژمنه وکړه چې په اړوندو چارو کې به د پرمختګ هڅه کوي او د طالبانو له سیاسي دفتر سره به دوامداره اړیکې ساتي.
د یوناما مشر ویلي، چې د طالبانو لخوا د جګړیزو عملیاتو پر مهال د ملکي مرګ ژوبلې په برخه کې د پام وړ کمی راغلی چې د ستاینې وړ ګام دی .
د یادونې وړ ده چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر استازي وخت ناوخت د هیواد د علیا مصالحو په هکله د نړۍ له مشرانو، سیاسي څیرو، د مرستندویه مؤسسو او بنسټونو له استازو، سوداګرو او نورو اړوندو لوریو سره وخت ناوخت مهمې لیدنې کتنې لري، چې تر څنګ یې بهرني سفرونه هم د دې هڅو برخه جوړوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button