د اشرف غني لویه جرګه

ټاکل شوې چې سبا (دوشنبه، د ثور ۹مه / د اپرېل ۲۹مه)، په پلازمېنه کابل کې د سولې مشورتې لویې جرګې په نوم د ۵ میلیونه امریکايي ډالرو په مصرف د نږدې ۳۰۰۰ کسانو غونډه جوړه شي.
د لویې جرګې د ترسره کېدو لپاره به په کابل ښار کې یوه اوونۍ ټولې دولتي ادارې، مدرسې، مکتبونه او پوهنتونونه تعطیل وي. مشورتي لویه جرګه به څلور ورځې یعنې له دوشنبې تر پنجشنبې پورې دوام وکړي.
تمه ده چې په دې جرګه کې به له طالبانو سره د مذاکراتو او د سولې لپاره د سرو او زرغونو کرښو د ټاکلو په اړه بحثونه وشي او تصمیم به ونیول شي.
خو د جرګې تر دایرېدو وړاندې د هېواد ګڼ شمېر سیاسي احزابو، د ولسمشریزو ټاکنو ۱۲ انتخاباتي ټیمونو، پخواني ولسمشر حامد کرزي او د اوسني کابل حکومت د ۵۰٪ برخې مشر ډاکټر عبدالله عبدالله دا غونډه تحریم کړې او ګډون کول یې پکې رد کړي دي. دوی وايي چې دا جرګه فرمایشي، د وخت ضیاع، د سولې د مذاکراتو د سبوتاژ، او د اشرف غني د ټاکنیز کمپاین هڅه ده.
د ګڼ شمېر سیاسي احزابو او څېرو د تحریم له امله د دې لویې جرګې لپاره لازم مشروعیت له پوښتنې سره مخ دی، خو حکومت ټینګار کوي چې د ځینو کسانو تحریم د یادې جرګې په مشروعیت کې کوم خلل نه راولي.
په حقیقت کې، لکه څنګه چې ښکاري، ولسمشر اشرف غني د دې جرګې له لارې د طالبانو او امریکا د مذاکراتو او د حکومت له شتون پرته د بین الافغاني تفاهم د هڅو ګډوډول غواړي.
د تېر کال ۲۰۱۸ز کال په نومبر میاشت کې په مسکو کې په لومړۍ بین الافغاني ناسته کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د مسؤلانه وتلو په اړه اجماع رامنځته شوه. تر هغه وروسته، څو ورځې وړاندې درو سترو قوتونو (امریکا، روس او چین) له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو پر مسؤلانه وتلو توافق وکړ.
خو اشرف غني، چې د بهرنیو ځواکونو د شتون سخت پلوی دی، غواړي د ګڼو نورو مواردو تر څنګ له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه رامنځته شوې اجماع ګډه وډه کړي.
دا چې زیاتره سیاسي احزاب په دې لویه جرګه کې ګډون نه کوي، ښايي اشرف غني په خپله دې هڅه کې ډېر بریالی نه شي، خو بیا هم احتمال شته چې دا غونډه به بین الافغاني اجماع ته زیان ورسوي.
دا چې د طالبانو او امریکا خبرې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو په موخه روانې دي، او د جګړې د ختمېدو لپاره له هېواده د بهرنیو ځواکونو د ټغر ټولېدل او په افغانستان کې د یو افغان شموله اسلامي نظام راتلل اړین دي؛ دې موخو ته د رسېدو لپاره د روانو هڅو اختلالول او له خنډ او ځنډ سره مخ کول یې جګړه لا نوره هم دوامداره کوي.
بهر حال، که لویه جرګه داسې څه وکړي چې د سولې د مذاکراتو او بین الافغاني تفاهم د ګډوډلو بوی ترې ځي، تمه نشته چې د افغانانو پر ټپونو به مرهم کیږدي، خو برعکس ټپونه به یې لا نور هم ژور کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button