تېره میاشت؛ افغان ځواکونو ۷۲ تنه ولسي افغانان وژلي

 

عزم (پنج شنبه ۱۲ غویی ۱۳۹۸)

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ نن په یوه راپور کې ویلي چې تیره میلادي میاشت کې افغان عسکرو پر ولسي افغانانو بې دریغه بمبارۍ او عملیات ترسره کړي، چې په نتیجه کې یې لسګونو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه ټولنه وایی چې د اپریل میاشت کې افغان ځواکونو له وسلوالو مخالفینو په ځلونو زیات افغانان شهیدان کړي دي.
د راپور تر مخه ، تیره میاشت د افغان ځواکونو په عملیاتو او هوايي بریدونو کې ۷۲ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان شوي دي.
راپور زیاتوي،  په ټوله کې په دغه میلادي میاشت کې  ۱۲۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴۷نور ټپیان شوي چې ۱۴ یې د وسلوالو مخالفینو په بریدونو کې په نښه شوي دي.
د راپور تر مخه،  د تیرې میاشتې په قربانیانو کې ۲۸ماشومان او ۱۳ ښځې هم شاملې دي .

دا راپور داسې مهال خپریږی چې په همهاله توګه په هیواد کې په ورځني ډول ګڼ شمیر بیګناه هیوادوال د ګډوځواکونو په عملیاتو کې په نښه کیږي چې په زیاتو مواردو کې حکومت قرباني شوې میرمنې او ماشومان هم طالبانو ته منسوبوي او وژنه یې توجیه کړي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button