د جرګې ګډونوال: لویه مشورتي جرګه فرمایشي وه

 

لویه مشورتي جرګه چې پنځه ورځې وړاندې پیل او نن په پنځمه ورځ د یوې ۲۳ مادئیزې اعلامیې په خپرولو سره پایته ورسیدله.

یاده جرګه کې د هیواد له بیلا بیلو برخو او یو شمیر بهرنیو هیوادونو څخه ۳۲۰۰ کسانو داسې مهال ګډون کړی وو چې د ۱۲ نوماندانو په ګډون د حکومت نیمایي برخې هم پریکون ورسره اعلان کړی وو.

طلوع نیوز د یو شمیر هغو ګډونوالو سره خبرې کړي دي چې یاده جرګه کې یې ګډون کړی وو، خو هغوی دغه جرګه یوه فرمایشي غونډه بللې ده.

د سلیمه حیدري په نوم یوې ښځینه ګډونوالې ورته ویلي دي چې هرې کمیټې ۵۱ اعضا درلودل خو ۴۸ غړي یې له یوه ولایت څخه وو چې د رئیس او منشي په ټاکلو کې دوی ټول سره یوه خوله وو.

د زحل سیفي په نوم یوې بلې ښځینه ګډونوالې ورته ویلي دي چې له ولایتونو څخه د رابلل شویو کسانو توازن ته نه وو کتل شوي.

یاده جرګه داسې مهال د جرګې د ګډونوالو له لوري فرمایشي بلل کیږي چې له تیرو پنځو ورځو راهیسې د کابل ښاریان د جرګې له امله زیاتو ستونزو سره مخ ول یو ماښوم ژوند له لاسه ورکړ او سوداګرو ملیونونه افغانۍ زیان وکړ.

ولسمشر غني چې نن ورځ د جرګې اختتامیه مراسمو ته وینا کوله له خلکو او تجارانو یې بښنه غوښتې ده.

د یادونې وړ دی چې دغه جرګه تر مخ هم یوه کمپایني غونډه بلل شوې وه خو د ولسمشر د سولې شورا د دارالانشا رئیس عمر داودزي په لومړی ورځ منلې وه چې غونډه به نیمه کمپایني هم وي.

د ویلو ده چې د جرګې په لومړی ورځ د ولسمشر غني د وینا پر مهال هغه درې تنه امنیتي ځواکونو له تالار و ویستل چې د غني د خبرو په دوران کې یې پر هغه نیوکه وکړه.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button