بادغیس:طالبانو د کمانډویانو پر مرکز مرګونې چاپه وهلې

 

عزم (جمعه،۲۰ ،غویي،۱۳۹۸)

طالبانو خبر ورکړی چې د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې یې د کمانډوځواکونو پر یوه پوځي مرکز چاپه وهلې او لسګونو سرتیرو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

ځایي امنیتي سرچینې د پیښې پخلی کوي او زیاتوي چې په مرکز کې میشت ګڼ سرتیري مړه یا ټپیان شوي، چې لا یې هم دقیق شمیر نه دی څرګند.

بل لور ته طالبان د مرکز د بشپړ نیولو د ادعا تر څنګ وایي چې په دغه پیښه کې یې  ، د ټولي د قومندان حمیدالله شرابي په ګډون ۲۰ تنه کمانډويي عسکر ځای پرځای وژلي چې جسدونه يې لا هم په سیمه کې پاتې دي.
طالبانو د ۱۲ نورو کمانډویانو د ټپي کیدو خبر هم ورکړی خو په وینا یې،چې په یادو عسکرو  په ټپي حالت کې له سیمې ځانونه ایستلي دي.

خبر پاڼه کې د څلور ۴ میله پیکا ماشیندار(ثقیلان) ۲ قبضې راکټ لانچر، ۴ میله لیزري او ۶ میله کارمولي امریکايي ټوپک، ۴ دانې دشپې دوربینانو، ۱ میل تفنګچې، ۵ دانې کوچنۍ مخابرې په ګډون د زیات شمیر مهماتو د نیول خبر هم ورکړل شوی دی.

دا بریدونه تر هغه څو اونۍ وروسته کیږي چې دولتي چارواکو د بالامرغاب ولسوالۍ د بشپړې تصفیې خبر ورکړی وو او ویلي یې و چې دغه ولسوالۍ یې په کامله توګه د طالبانو له شتون نه خلاصه کړې ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button