دپیښو څارونکي: د ننګرهاروضعیت حاکمې مافیایي کړۍ خرابوي

 

عزم (چهار شنبه،۲۵،غویي،۱۳۹۸)

د پیښو څارونکي او ننګرهار میشتي ولسونه وایي چې په نظام کې دننه حاکمې کړۍ د ننګرهار وضعیت په لوی لاس د داعش تروریستي ډلو په مټ خونړی کوي.

د پوهنتون استاد او په ننګرهار کې د روان وضعیت څارونکی عبدالله کامه وال ویسا ورځپاڼې ته ویلي، اوسمهال د یوې دسیسې له مخې حکومت او ایتلافیان یې هڅه کوي په لوی لاس ننګرهار له طالب وسله والو څخه داعش جنګیالیو ته و سپاري.
د نوموړي په باور ، د طالبانو لخوا د وروستیو عملیاتو له کبله ګڼ شمیر داعش وسلوال له ولسوالیو د جلال آباد ښار ته راغلي او هدفي وژنې یې پیل کړې دي.
هغه زیاتوي :« د ننګرهار ناامني څولاملونه لري. د حاکمې مافیايي کړۍ او د ولایتي ادارې کمزورتیا او ناغېړيو ترڅنګ یوه بله نړیواله لوبه پیلېدونکې ده چې پیل به یې له ننګرهار څخه وي.»

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی حضرت علي بیا وایي“ دلته د داعش ډلې ۱۶ ګروپونه فعال دي چې هڅه کوي د ننګرهار حصارک، د لوګر ځینو سیمو د کابل سروبي ته ور ننوځي،”

د ننګرهار د علماؤ شورا بیا وایي چې په تیرو څو میاشتو کې په دغه ولایت کې لسګونه حنفي علماء کرام په هدفي وژنو کې وژل شوي دي.
د شنونکو په باور، ارګ + امریکا او نور سیمیز متحدین یې یوځل بیا د داعش ډلې په تقویه کیدو پسې را اخیستې او د پراخ هوایي ملاتړ او کوردیناتو په ورکولو سره هڅه کوي د طالبانو پر وړاندې یې موازي جنګیدونکی ځواک جوړ کړي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button