د اسدالله خالد، تادین خان او داعش نوی عملیاتي ایتلاف

زلمی افغان:
د ۲۰۱۹م کال د مئ میاشتي پر ۱۱مه نېټه د کندهار والي حیات الله حیات اعلان وکړ چي په کندهار ښار کښي یې ۲۰ تنه د تروریستي بریدونو په تور نیولي دي، په یادو کسانو کښي یو هم د داعش وسلوالي ډلي د جلب او جذب مسؤل عبدالسلام دی چي په کونړ ولایت کښي د وسلوالو داعشیانو لس کسیزه دلګۍ هم لري.
د کندهار د والي دا اعلان د درې اړخیزه ایتلافي پلان یوه برخه ده ترڅو د خلکو ذهنونه مشوش کړي، نوی پلان د کابل ادارې د سرپرست دفاع وزیر اسدالله خالد، د کندهار امنیه قومندان تادین خان او داعش ډلي د مشرانو ترمنځ جوړ سوی چي په سر کښي یې عبدالسلام دی، د عبدالسلام نیول پروپاګند دی او هیڅ حقیقت نه لري ځکه خو رسنیو ته هم نه دی ښودل سوی.
اسدالله خالد غواړي خپل زوړ پلان یوځل بیا عملي کړي:
کله چي اسدالله خالد د کابل ادارې د څارګري ادارې (ملي امنیت) رئیس و، نوموړي او جنرال عبدالرازق چي هغه مهال د کندهار امنیه قومندان و په ګډه یو داسي پلان جوړ کړ چي له امله یې د پاکستان د بلوچستان ایالت په کویټه ښار کښي ځیني افغان مهاجر عالمان ووژل سول؛ لکه: شیخ الحدیث عبدالله ذاکري، شیخ الحدیث مولوي عبدالسلام، شیخ الحدیث مفتي رحمت الله، شیخ الحدیث مولوي محمد ادریس او داسي نور افغان مهاجر علماء ددغه پلان ښکار سول.
د اسدالله خالد او جنرال عبدالرازق اصلي پلان د طالبانو د مشرانو په نښه کول و ترڅو دوی نړیوالو ته دا وښيې چي طالبان په کویټه کي پټ دي خو دا چي هلته دوی کوم طالب قومندان پیدا نه کړ نو ځکه یې د مسجدونو او مدرسو عالمان په نښه کړل او هغوی یې ووژل.
په سپین بولدک کښي د تادین خان او عبدالسلام ملاقات:
دا ځل اسدالله خالد غواړي د تادین خان چي د جنرال عبدالرازق ورور دی، ترڅنګ داعش وسلواله ډله هم په دغه پلان کښي شریکه کړي، د داعش ډلي قومندان عبدالسلام د نیول کیدو تر خبر وړاندي په سپین بولدک ولسوالۍ کښي د تادین خان سره وکتل او همدلته یې پر نوي پلان خبري وکړې، د عبدالسلام د نیول کیدو د جعلي خبر د خپرولو هوکړه همدلته وسوه ترڅو خلک ددې پلان څخه ناخبره وساتي.
د پلان له مخي داعش به په کویټه او شاوخوا سیمو کښي بریدونه کوي او افغان حکومت به د هغوی مالي مرسته کوي، دا بریدونه به یوازي د افغان مهاجرو د په نښه کولو لپاره نه بلکه د نورو پاکستاني اهدافو لپاره هم وي لکه څو ورځي وړاندي چي په کوټه ښار کښي پر پولیسو دبرید له امله ۴ تنه پولیس ووژل سول او دوه نور ټپیان سول.
په کندهار کښي د داعشي عبدالسلام مرستندویان:
په کندهار ښار کښي د وهابیانو یوه لویه ډله د اسلم جان اغا تر مشرۍ لاندي وجود لري، ددوی منظم کار روان دی او خپل ځان ته د اوسیدلو ځانګړی ځای او مدرسه لري، د پنجوايي ولسوالۍ د ناخوني سیمي وهابیان هم ددوی سره تړلي دي؛ لکه: حاجي عبدالباري، حاجي عبدالنافع او په مزاره کښي د طالبانو د یوه وژل سوي قومندان ملاعبدالهادي اخند زامن او داسي نور…
اسلم جان اغا کونړ ولایت ته د کندهار څخه تشکیلونه هم ورکوي، د تادین خان او عبدالسلام ترمنځ رابطه هم د اسلم جان اغا په توسط جوړه سوې او د نوي عملیاتي پلان کار روان دی چي د راپورونو پر اساس په کویټه کښي یې ځیني اثرات راڅرګند سوي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button