د بشر حقوقو کمېسیون: د بلخ زندان کې ’ډېر بد بشري وضعیت‘ حاکم دی
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې د بلخ مرکزي زندان کې ”ډېر بد بشري وضعیت“ حاکم دی، او حکومت باید ژر تر ژره دا ستونزه حل کړي.
په شمال زون کې د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون مشر، سید محمد سامع، ازادۍ راډیو ته ویلي، دلته زندانیان په ډېر بد حالت کې ساتل کیږي.
د نوموړي په خبره، د زندان په یوه درې کسیزه خونه کې تر ۲۰ ډېر زندانیان، هغه هم له مناسبو صحي امکاناتو پرته، ساتل کیږي. ”د بلخ په زندان کې اساسي ستونزه د محبوسینو لپاره د ځای نه شتون دی، همدارنګه دوی ته د حرفې او زده کړو زمینه نه ده مساعده شوې. د زندانیانو وضعیت د اندېښنې وړ دی او دولت باید ډېر ژر یاده ستونزه حل کړي“.
بلخوا، د بلخ د ولایتي شورا مشر، افضل حدید، وايي، ولسمشر اشرف غني په کراتو وعده ورکړې چې په مزارشریف کې به د زندانیانو لپاره د ځای ستونزه هواره کړي، خو تر دې دمه هېڅ هم نه دي شوي.
د بلخ د والي ویاند، منیر فرهاد، بیا ویلي چې د زندان ستونزې یې له مرکزي دولت سره شریکې کړې او تمه ده چې ژر به حل شي.