پاکستان  د شاهین ۲ په نامه بالیستیک توغندی و ازمایه

 

عزم (پنج شنبه، ۲،غبرګولی،۱۳۹۸)

پاکستاني چارواکو خبر ورکړی چې د شاهین ۲ په نامه  یو بالیستیک توغندی یې چې د اټومي سرګلولو د لیږ وړتیا هم لري ازمویلی دی.

د پاکستان د پوځ ویاند آصف غفور ویلي، دغه توغندی چې له ځمکې نه ځمکې ته توغول کیږي د شاوخوا ۱۵۰۰ کیلومترو پورې خپل هدف په نښه کولی شي.

نوموی زیاتوي،  دغه توغندی د پاکستاني چارواکو تر نظارت لاندې د عمان سیند ته نږدې آزمویل شوی دی.

پاکستان تر دې وړاندې د بابر او رعد په نومونو هم لنډ واټنه او اوږد واټنه بالیستیک توغندي آزمویلي دي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button