سوله او وحشت..؟! لنډه کیسه:

صفي الله “رائد”
د روژې مازدیګر ؤ؛ له ملګرو سره د څه کار لپاره د عمر خيلو بازار ته راغلم؛ له ګڼه ګوڼې دې ډک بازار کې مو د مازدیګر لمونځ له کلیوالو او طالب زلموټو سره په ګډه ادا کړ، دا ځلې هرڅه تغیر برېښېدل؛ له یو څو وړو طالبانو سربېره ډېرو کلیوالو د اسمان پر لور سترګې نیولې وې؛ ځکه د نرخ ولسوالۍ هوا یو ځل بیا ډرون (بنګنو) را قیده کړې وه؛ دلته به چاپه له مازدیګره معلومېده..؛ که به بنګنې له یوې نه دوه او له دوه وو نه درې کېدې نو د چاپې امکان به هم پسې زیاتېدۀ.

دا دروژې ۱۵م مازدیګری و، د عمر خیلو بازار د یو لنډ وخت لپاره له طالب زلمکیو ډک شو؛ هرچابه پېشلمي او روژه ماتي ته یو څه اخیستل او نور روانېدل؛ ځکه هوا ته په کتو چاپه نوره نو یقیني کېدله.

ډېرو به یو پر بل له ټوکو غږونه بدرګه کول..

ثاقبه! بیګاه ته پام کوه! هسې نه چې بې ثاقبه مو کړي!
نه، نه یاره ..
زه، روژه او شـــهادت ؟!

هو کې د طالبزلموټو دا رنګ ټوکې ټکالې، موسکا او خندا او په هوا کې د وحشي چاپو تابیا ..! هر څه راته حیرانونکي وو.

خو داچې چاپه به پر چا وي؟!
قربانیان به یې څوک وي؟
ولس که طالبان؟!
ځواب یې یوه سخته او ترخه شپه تر منځ درلوده ..!

موږ د یو چا انتظار دلته نېږدې تر ماښامه تم کړو؛ نو روژه ماتی مو ځکه دلته نېږدې د بازار شاته یو کلي ته یېوړ، په لارو کې ولاړو کلیوالو ماشومانو هم د اسمان پر لور معصومې سترګې اړولې؛ دوی یوې ترخې شپې ته انتظار کاه،
هو! یوې بلې سختې او وحشتناکه چاپې ته؛ دوي لاهم د بر کلي په تېره وحشي چاپه کې د بې ګناه معصومو ماشومانو د شهادتونو صحنې انځورولې؛
دوی پوهېدل چې د دې وحشي چاپو اصلي قربانیان څوک دي او قصدا څوک په نښه کېږي؟؟؟
هو! ځکه یې معصومې سترګې د اسمان پر لور پورته کړې؛ سپین او زېړ مخونه ترېدلي ولاړ وو.

هوکې، شپه شوه
توره ترږمۍ شوه، د وحشتونو لمن خوره شوه او بلاخره له وحشت ډکه چاپه شروع شوه.
هاغه د وړو ماشومانو په زړونو ننوتلی ډار رښتونی شو؛ خلک لا له تراوېحو نه و راغلي چې هوا وحشي الیکاپټرو، ډرون او B52 طیارو ونیوله، پرلپسې په شاوخوا کلیو او باغونو یې د راکټو وارونه شروع کړل..

نیمه ګړۍ لا نه وه تېره چې په توکرک کلي کې په بمونو د عامو کلیوالو د کورونو الوزولو غږونه پورته شول، نور مو نو د زیاتو الیکپټرو له لاسه د وړو ډزو غږونه نه تر غوږ کېدل، داچې چې څومره بې ګناه ښځې، سپین روبي او واړۀ ماشومان به یې په وینو لړلي وي؟!
د اورېدو او خبرېدو لپاره مو باید دې ترخې شپې تېرېدلو او یو بد سهار انتظار کړی وای.

په بمونو د کورونو الوزولو وحشي لړۍ پرلپسې نورو شاوخوا کلیو ته هم وغزېده ..
د شپې شاوخوا ۲ بجې وې، زموږ د شپې ځای ته په موټرو کې راورسېدل، موږ ته نېږدې کور کې څو ناتاره ډزې او زربې شوې، دلته یې محمد اجان کاکا د خپل کور مخ ته په شهادت رسولی و، محمد اجان کاکا د صدبرک کلي اوسیدونکی ؤ، کال یې لا نه و پوره چې دوه لوڼو او یو ماشوم ځوی یې خپله مور له لاسه ورکړې وه،
دې دریو معصومو ماشومانو له تېر یو کال راهیسې همدا یو پلار جان درلود؛ ځکه مور یې په ډیره سخته غریبۍ کې د یوې سختې مریضۍ له کبله له لاسه ورکړې وه؛ اوس نو دغو معصومو بچو یواځې او یواځې همدا یو نازولی پلار جان درلود، مګر پلار یې دغو وحشي ځناورانو په دې وحشي چاپه کې د دوی تر وړاندې په شهادت ورساوه.

د لوڼو او ځامنو تر مخ د پلار جان وژل آه آه ..
د بچیو تر مخ د ګران بابا جان په شهادت رسول آه آه ربه..!

هوکې، سهار یې یوه لور راځي په وینو لړلي خپل شهید پلارجان ته درېږي وایي: پلاره جانه موږ دې نو چاته پرېښودو؟!
زموږ خو مور هم نشته..!
ته هم لاړې ..؟!
آه څومره سخت درد
او څومره درمنه څړېکه؟
څوک به یې درد انځور کړي؟!
څوک به یې درد ته تاب راوړي؟!

هو کې بل ځای توکرک کلي کې د یو کور دوه واړه هلکان چې یو یې ۱۲ کلن او بل یې ۷ کلن ؤ په دې ګناه چې مشر ورور یې ولې له طالبانو سره ګرځي د خپلې مور تر مخ په کوټه کې په ډېر وحشت سره په شهادت رسوي.

د عمر خیلو بازار لاندې طرف د شاکولا په کلي کې هم دوه نفره بې پوښتنې په شهادت رسوي، نور ځي او په دې سره دفاع وزارت په میدان وردګ ولایت نرخ ولسوالۍ په چاپه کې د شلو طالبانو د وژلو ادعا ترڅنګ ولس ته د یوې تلپاتې او رښتینې سولې لپاره له خپل لوري د هلو ځلو ډاډ او اطمنان ورکوي او زیاتوي: موږ به د خپل ولس لپاره یوه رښتینې سوله راولوو..!
موږ به خپل ولس ته وښیو چې د سولې په باب پخپلو هلو ځلو کې څومره رښتیني یو..!

پای.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button