هلمند کې د بهرنیو عسکرو یوه چورلکه غورځېدلې

عزم(شنبه، ۰۴غبرګولی، ۱۳۹۸): د هلمند ځايي چارواکي وايي، تېره شپه په نوزاد ولسوالۍ کې د بهرنیو عسکرو یوه چورلکې بېړنۍ ناسته کړې ده.

په افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت د خپلې هلیکوپټرې د بېړنۍ ناستې پخلی کړی دی.

د پرېکنده ماموریت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، هلیکوپټر په بشپړه ډول سوځېدلې؛ خو عمله یې ژغورل شوې ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، پېښه تېره شپه ناوخته د هلمند په شمال کې د نوزاد ولسوالۍ کې شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې الوتکه بشپړه توګه له منځه وړل شوې او عمله یې ژغورل شوې ده.

نوزاد د مرکز لښکرګاه څخه ۱۲۰ کیلومتره لرې پرته ولسوالي ده، چې له تېرو شپږو کلونو راهیسې د طالبانو په لاسونو کې ده.

طالبانو د دې الوتکې د غورځېدو په اړه څه نه دي ویلي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button