له مطالعې څخه څه حاصلیږي؟

عبد الرحمن رېحان
مطالعه د انسان د ښو اخلاقو معیار ده، د انسان اخلاق چې پیاوړي کیږي یو ستر سبب یې مطالعه ده.(ډاکټر اقبال)
له بد صحبت څخه یوازیتوب غوره دی، مګر په یوازیتوب کې د ډول ډول وسوسو او پرېشانه کېدو ډېره زیاته اندېښنه ده، همداراز دښو کتابو مطالعه ضروري ده چې د ځان لپاره ښه ملګری پیدا کړې او ژوند له مشکلاتوڅخه وژغورې.(امام غزالي رحمه الله)
ما د تیلو د رانیولو توان نه درلود نو لامله مې په شپه کې د چوکیدارانو د قندیلونو لاندي په ولاړي مطالعه کول.(حکیم ابو نصر فارابي)
د ورزش لامله بدن کلک او مظبوطه کیږي او مطالعه هم د دماغ په هکله هغه اهمیت لري کوم چې ورزش د بدن د تقویې لپاره اهمیت لري.(ایډیسن)
د مطالعې لامله د انسان تکمیل کیږي ځکه چې په مطالعه کې د انسان علم ورځ په ورځ زیاتیږي، علم هغه شی دی چې د انسان ته حیات ورکوي.(بیکن)
د مطالعې عادت د جوړولو ستر مطلب دا دی چې تا د دنیا له ټولو غمو او مشکلاتو څخه د ځان ژغورلو لپاره یوه ډېره محفوظه او با امن لاره وموندل.(سمر سټ ماهم)
درې ورځي چې له مطالعې څخه پرته تېري کړم، څلورمه ورځ په خبرو کې یو څه کمزوري وینم او د خبرو مدار مي معلوم نه وي.(چیني ضرب المثل)
د انسان تخلیق په همدې ډول شوی دی چې دی له قدرتي ښکلاوو او کتابونو څخه په زیاته اندازه فایده اخستی شي.(سسرو)
د مطالعې له کبله یو اړخ ته ستا معلومات اضافه کیږي او بل اړخ ته ستا شخصیت پیاوړی کیږي.(وایټي)
د دماغ لپاره د مطالعې داسي اهمیت دی لکه د کوهي لپاره چې د اوبو اهمیت دی، کوهي ته له اوبو پرته هیڅ اړتیا نشته او نه یې هیڅ فایده شته.(تلسي داس)
مطالعه د دې لپاره مه کوه چې د یو چا سره اختلاف وکړې یا د دې لپاره چې خبري ښه په تیزي او فصاحت سره وکړې، بلکي د خبري د موازنې او د غور فکر لامله په مطالعې کې بوخت شه.(بیکن)
لکه څنګه چې د بېلا بېلو تخمونو په شنه کولو سره ځمکه خورا سره او زرغونه کیږي او په قدرتي ښکلا رنګین څادر پرې غوړيږي، همداراز د مختلفو کتابونو د مطالعې له کبله ذهن منور کیږي او له ډېرو شیانو سره آشنا کیږي.(ملټن)
له مطالعې څخه په خلوت کې خوشحالي، په تقریر کې ښایست،په ترتیب او تدوین کې استعداد او په تجربه کې وسعت پیدا کيږي(بیکن)
کوم ځوان چې په ایمانداري سره یو څه وخت په مطالعه کې تېرکړي، دی دي د خپلو نتائجو په هکله هیڅ فکر اوغم نه کوي، په ښه اطمنان سره دي ژوند وکړي.(ولیم جمیز)
هغه کس یقینا ډېر خوش قسمت دی د چا چې د مطالعې سره شوق وي مګر څوک چې د فحش کتابونو مطالعه کوي هغه ته دا غوره ده چې هیڅ کتاب نه مطالعه کړي.(میکالې)
مطالعه ذهن ته د ځلا او ترقي ورکولو لپاره ډېر اشد ضرورت لري.(شیلي)
تجربې دا ثابتوي چې مطالعه د انسان راتلونکی روښانوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button