بدخشان: طالبان وایي د کوف او بهارک ولسوالیو کې یې عسکرو ته تلفات اړولي

 

عزم(جمعه، ۱۹۱۷ غبرګولی ۱۳۹۸): طالبانو د اختر له دریو ورځو وروسته نن یو ځل بیا خپلو بریدونه پیل کړي او نن یې د هیواد په مختلفو ولایتونو کې د ګڼو پوستو د نیولو او یو شمیر قومندانانو او عسکرو د وژلو ادعاوې کړيِدي.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي په خپل ټویټر اکاونټ لیکلي چې نن سهار یې د بدخشان ولایت کوف ولسوالۍ اړوند ریوه دره سیمه کې یو اربکی له وسلې سره نیولی، نور عسکر په شاتمبیدلي او پراخه سیمه لاسته ورغلې.

همدا راز طالب ویاند ادعا کړې چې د بدخشان ولایت بهارک ولسوالۍ وخشیر سیمه کې یې د کابل ادارې د عسکرو تعرضونه پرشا وتمبول او ملنګ آب سیمه یې په ټولیزه توګه لاسته ورغلې.

داپداسې حال کې دی د غور ولایت کې هم د عملیاتي قوې یو قومندان د فرید اندرابي په نوم وژلی دی.

د ویلو ده چې د بدخشان فیض اباد کې قومندان حیات الله هم سره له شپږو نورو ملګرو د طالبانو لیکو ته ورغلی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button