بغلان: طالبان وایي ۱۱ عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې

عزم(عزم، ۱۷ غبرګولی ۱۳۹۸): طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې چې مرکزي بغلان کې یې ۳ ټانګونه ویجاړ کړي او ۱۱ عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

طالب ویاند ویلي چې دغه برید یې د مرکزي بغلان په حسن تال سیمه کې د ځانګړې قطعې په ځواکونو ترسره کړی چې په ترڅ کې یې ۳ عسکر وژل شوي، ۸ تنه ټپیان دي او ۳ ټانګونه یې ویجاړ کړي دي.

دا پداسې حال کې دی چې همدا نن ورځ په بغلان کې د قومندان فواد اندرابي جنازه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د لوړپوړو چارواکو په شتون سره خاورو ته وسپارل شوه.

طالبان چې ویل یې د اختر دریو ورځو کې یې بریدونه خپله درولي وو نن ورځ یې بیا د لسګونه بریدونو او ګڼ شمیر عسکرو د وژلو مسئولیت یې منلی خو دفاع وزارت بیا تیرو دریو ورځو کې د بریدونو نه کیدل د خپلو عسکرو پیاوړتیا بلله خو نن ورځ یې په مخنیوي کې پاتې راغلل.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button