راتلونکو ۹ ورځو کې د طالبانو او امریکا د مذاکراتو اووم پړاو پیلیږي

 

 

عزم (یکشنبه، ۲۶،غبرګولی،۱۳۹۸)

باخبره سرچینې وایي، د طالبانو او امریکایي مرکچیانو تر منځ د مذاکراتو اووم پړاو به  تر راتلونکو ۹ ورځو د قطر پلازمینه دوحه کې پیل شي ، چې د امریکایي مرکچیانو په ګډون ورته ډیر لوري د یوه برخه ټاکونکي پړاو په توګه ګوري.
ویسا ورځپاڼې ویلي ، امریکایي چارواکو غوښتل د دغه پړاو پرمهال طالبان اسلام آباد ته ور وبولي او د ګډحکومت له چارواکو سره یې مخامخ کینوي، چې د طالبانو له سخت مخالفت سره مخ او د مذاکراتو  ترسره کیدل هم له ځنډ او خنډ سره مخ شول.
بلخوا کابل نیوز راپور ورکړی چې طالبانو د امریکایي استازو لخوا د راغلي ځنډ څخه په استفادې د ملا برادر په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی د چین  په رسمي بلنه د دغه هیواد  پلازمینې بیجینګ ته لیږلی تر څو چینایي چارواکو ته ډاډ ورکړي چې د امریکایي پوځیانو تر وتلو وروسته به افغانستان د دوی په زیان نه تمامیږي.

سیاسي شنونکی وحید مژده وایي، امریکا هڅه کوي طالبانو ته تر دغه پړاو وړاندې ځینې امتیازات ومني ، چې د سلګونو بندیانو خلاصون هم د همدې لړۍ یوه برخه وه.
مژده زیاتوي، پخوانی ولسمشر حامدکرزی هم د امریکا په خوښه مسکو ته لاړ تر څو له ملابرادر سره د هغه قومي تړاو له مخې چې ورسره لري یې، دې ته وهڅوي تر څو له خپل دریځ څخه څه ناڅه شاتګ وکړي، چې کومه ملموسه نتیجه یې بیا هم ورنه کړه.

په ورته مهال طالبانو د ناروې غونډه کې هم له خپل ګډون څخه له دې امله  نټه کړې چې ګواکې د ګډحکومت دوه چارواکي «سلام رحیمي او امرالله صالح» د حکومت د رسمي استازو په توګه وربلل شوي وو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button