نړیوال جام: افغان لوبډلې له انګلستانه د ۱۵۰ منډو په توپیر ماتې ومنله

عزم(چهارشنبه، ۲۹ غبرګولی، ۱۳۹۸ل):  د کرېکټ د نړیوال جام په ۲۴مه لوبه کې انګلستان افغان لوبډلې ته د ۱۵۰ منډو په لوی توپیر ماتې ورکړه.

د پرونۍ لوبې پچه انګلستان وګټله او خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې کامیابه ثابته شوه.

د لوبډلمشر ګلبدین نائب له‌خوا د حمید حسن او افتاب علم نه لوبول د دې لامل شول، چې انګلستان په پنځوس اورونو کې افغان لوبډلې ۳۹۸منډې هدف ورکړي.

په افغان توپ اچوونکو کې یوازې ګلبدین نائب او دولت ځدراڼ د ۳ـ ۳ ویکټو په اخیستو بریالي شول.

د انګلستان لوبډلمشر ایون مورګن ۱۴۸، جیو رووټ ۸۸، جاني بریسټو۹۰ او معین علي ۳۱ ناسوځېدلې منډې وکړې.

په افغان توپ وهوونکو کې حشمت الله شهیدي ۷۶، رحمت شاه ۴۶، اصغر افغان ۴۴، ګلبدین نائب ۳۷ او نجیب الله ځدراڼ ۱۵ منډې جوړې کړې.

جوفرا ارچر ۳، عادل رشید ۳ او او مارک ووډ دوه افغان لوبغاړي وسوځول.

په روان نړیوال جام کې افغان لوبډلې د لومړي ځل لپاره ۵۰ اورونه ولوبول، خو بیا هم د لوبې په ګټلو بریالي نه شول.

د کرېکټ په نړیوال جام کې افغان لوبډلې له انګلستان، اسټرالیا، نیوزیلنډ، سرېلانکا او سویلي افریقا څخه ماتې خوړلي دي او تر اوسه یې یوه سیالي هم نه ده ګټلې.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button