ملګري ملتونه:د مخالفینو لخوا سرتیري بریدونه ۷۰ سلنه کم شوي دي

 

عزم (چهارشنبه، ۲۹،غبرګولی،۱۳۹۸)
په داسې حال کې چې امریکایي ځواکونو په دې ورستیو کې د ولسي افغانانو میشت ځایونه په پرلپسې ډول تر بریدونو لاندې راوستلي ، تازه د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیوګوتیریش په یوه تازه راپور کې د افغانستان روان وضعیت ته کتنه کړې او ویلي یې دي چې په دغه هیواد کې د بمباریو او عملیاتو په پرتله  بمي بریدونو او موټربم سرتیرو بریدونو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

ملګري ملتونه وایي ، د سږمیلادي کال د فبرورۍ میاشتې له اتمې بیا د مۍ تر ۹ نیټې پورې د افغانستان په کچه ټولټال ۵۲۴۹ امنیتي پېښې ثبت شوې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله  ۷٪سلنه کموالی ښيي.

ګوتیریش په په پرتلییز ډول وایي چې دغه کچه د وړم کال په نسبت ۷۰ سلنه کموالی ثابتوي چې د پام وړ ده.

پر همدې مهال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا چې دغه راپور به نن ور واستول شي ، هڅه کوي د افغانستان د روان وضعیت په تړاو عمومي غونډه راوبولي .

د یادونې وړ ده چې دغه راپور کې د امریکایي او افغان ځواکونو د شپنیزو عملیاتو او بمباریو د زیاتوالي په هکله بیا هم مرموزه چوپتیا ښوودل شوې چې له امله یې د ملګرو ملتونو د منشي او امنیت شورا حیثیت هم له پوښتنې سره مخ کړی دی .

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button