هوایي چلند اداره :د پاکستان حریم تړل کیدو زیان تر اټکل زیات شوی

عزم (چهارشنبه، ۲۹،غبرګولی،۱۳۹۸)
د هیواد ملکي هوایی چلند اداره وایي ، وروسته تر هغه چې اسلام آباد په ټولییز ډول خپل هوايي حریم پر کابل وتړلو ، دغه بندیز افغان لوري ته دروند زیان اړولی دی.

د دغې ادارې چارواکي وایي، هغه مهال چې پاکستان پرې هوایي حریم نه وو تړلی، په ورځنۍ توګه به شاوخوا ۵۰۰   الوتکې دافغانستان پرفضا تیریدلې چې دا کچه اوس یواځې ۳۰۰ ته رالویدلې ده.

د هوایي چلند د ادارې په وینا ، د دغه بندیز له امله تر اوسه ورته نږدې ۱۵ میلیونه ډالر زیان اوښتی چې په وینا یې زیات زیان هم د فیس کمېدو له امله افغانستان لیدلی دی.
د یادونې وړ ده چې پاکستان څومیاشتې وړاندې هغه مهال پر افغانستان خپل هوایي حریم وتړلو ، کله چې هندي الوتکو په پاکستان کې دننه اهداف په نښه کړل ؛  له همغې ورځې ټولې افغان الوتکې د ایران له اوږدې او قیمتي لارې نورو هیوادونو ته پراوزونه کوي، چې د افغان چارواکو له بار بار غوښتنو سره سره بیا هم پاکستان نه دی تیار شوی دا مسیر بیرته پرانیزي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: