کنړ کې امریکایي ځواکونو د داعش مشران له طالبانو په الوتکو کې تښتولي

 

عزم(جمعه، ۳۱ غبرګولی ۱۳۹۸): له تیرې یوې هفتې راهیسې د هیواد په ختیځ کنړ ولایت کې د طالبانو او داعش وسلوالو ترمنځ د جګړې خبرونه ورکول کیږي.

په یادو جګړو کې طالبانو ډیر پرمختګ کړی او داعش وسلوالو ته یې زیاته مرګ ژوبله اړولې، یو شمیر یې ژوندي نیولي نور شاتګ ته اړ شوي، ډیرې وسلې او مهمات یې طالبانو ته لاسته ورغلي.

تیره ورځ حکومت اعلان وکړ چې په کونړ کې یې د داعش په خلاف عملیات پیل کړي چې ډیرې سیمې یې ترې پاکې کړي دي.

طالبانو تازه نن ورځ پدې اړه یوه اعلامیه خپره کړې او ادعا یې کړې چې په کنړ کې تر محاصره لاندې داعشي مشران د امریکايي هلکوپترو لخوا وژغورل شول.

اعلامیه کې راغلي «له تیرې څه باندې یوې اونۍ را په دې خوا د کنړ ولایت په مختلفو سیمو کې د داعشي فتنې او پدیدې په ضد د اسلامي امارت مجاهدینو پریکنده عملیات پيل کړي دي.
له داعشي ملیشو سره د عملیاتو په کار کې د کنړ ولایت ولس هم د مجاهدینو سره اوږه په اوږه دریدلی دی.
کله چې د کنړ اکثره سیمې د داعشي فتنه ګرو څخه پاکې شوې، او د هغوی مهم مشرانو او افرادو د کنړ ولایت نورګل ولسوالۍ مزار درې اړوند کرچندو سیمې ته پنا یوړه او هلته سره راټول شول، نو تیره شپه د امریکايي اشغالګرو تر لسو ډيرې الوتکې او هلیکوپترې او د کابل ادارې سلګونه ځمکني عسکر په ټانګونو کې د مزار درې سیمې ته ورغلل اوهلته تر محاصره لاندې د داعشي ملیشو مهم مشران، افراد، کورنۍ، وسلې او مهمات يې په الوتکو کې پورته کړل او د مجاهدینو له بریدونو او نیولو څخه يې وژغورل.»

طالبانو ویلي چې امریکا او د کابل ادارې په وار وار د داعش په وړاندې د مبارزې ادعا کړې خو په بار بار یې په مختلفو ولایتونو کې تر محاصره او برید لاندې داعشي ملیشي ژغورل کيږي او امریکايي بیسونو او مراکزوته انتقالیږي.

طالبانو په ولس او نړۍ غږ کړی چې افغانستان کې د میشتو داعش وسلوالو تر شا د امریکا لاس دی او ګام په ګام یې حمایت کوي.

«زموږ مسلمان ملت او ټوله نړۍ باید آګاه واوسي چې په افغانستان کې د داعش په نامه فتنه ګرې ملیشې، چې په بې رحمۍ سره ملکي خلک، علماء کرام او قومي مشران وژني او په ښارونو کې په غیر موجه ډول په مساجدو، اولسي غونډو، تجمعاتو او ملکي اهدافو باندې بې رحمانه بریدونه او چاودنې کوي، تر شا يې د امریکايي وحشي اشغالګرو لاس دی او ګام په ګام يې تمویل او حمایت کوي.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button