ویسا: امریکا سوله غواړي که د جګړې دوام؟

عزم(یکشنبه، ۲ چنګاښ ۱۳۹۸): ویسا ورځپاڼې خپله تازه خپره کړې مقاله کې د امریکایي چارواکو ضد او نقیض څرګندونو ته اشاره کړې چې کله پر سوله او کله بیا پر جګړه ټینګار کوي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ اوم پړاو مذاکرات پیلیدونکي دي چې اوس افغانان ورته د پخوا هومره هیله نلري خو طالبان او امریکا بیا اوس هم دا ادعا کوي چې د دواړو لوریو تر منځ پر مهمو مسایلو د توافق امکان شته.

مقاله کې راغلي «اوس به اوم پړاو ته انتظار باسو چې څه کوچ ترې را وزي، خو هغه څه چې دغه خبرې د سولې د یوې ریښتینې پروسې پر ځای د یوې لوبې او ډرامې تأثر ورکوي دا دي چې کله د امریکا ولسمشر وایي چې نور د افغانستان جګړه پای ته رسوم، کله د دوی نور جګپوړي چارواکي وایي چې له طالبانو سره سوله د جګړې د پایته رسېدو په معنا نه ده، کله یې پوځي چارواکي وایي چې د پوځونو له اېستلو سره به خاص ځواکونه پاتې کېږي او بریدونه به دوام کوي.
خلیلزاد بیا کله له طالبانو سره د پوځونو د اېستلو د مهالوېش خبره کوي خو نور چارواکي یې بیا وایي چې له افغانستان نه د پوځونو د وتلو خبره له راتلونکي حکومت سره کوي!»

د مقالې د لیکوال په نظر چې حکومت د سولې پلوی نه دی او نه له امریکا سره د دوی د دوه مخیتوب سپیناوی کیدای شي.

«دغه ټولې خبرې یو له بل سره متضاد مفهوم لري، دا چې له بده مرغه نه حکومت د سولې پلوی دی او نه په ولس کې داسې محور شته چې د دوی د لومړیتوبونو له مخې سوله ورته د ملي ارمان په توګه مطرح وي، نه له امریکا سره د دوی د دغه دوه مخۍ سپیناوی کېدای شي او نه د هېواد د برخلیک په باب د ولس د ارادې د تمثیل امکان دی.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button