محمد محقق: اشرف غني د سولې نه، د «انسان‌وژنې» طرحه جوړه کړې

عزم(سه شنبه، ۰۴ چنګاښ، ۱۳۹۸ل):  د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق وايي، د ولسمشر غني د سولې طرحه سمه نه ده، بلکې نوموړي د انسان‌وژنې طرحه جوړه کړې ده.

دی وايي، د افغان سیاسیونو د سولې طرحه کې اوربند، د لنډمهالې ادارې جوړول او په واک کې د طالبانو شریکول د دې طرحې مهمې برخې دي، خو حکومت یې پر وړاندې ستر خنډ جوړ کړی دی.

نوموړی دغه څرګندونې وروسته له هغه کوي، چې د اشرف غني دوهم مرستیال سرور دانش افغان سیاسون د ارګ له لوري د سولې جوړې شوې طرحې لوستلو ته راوبلل.

د محقق په خبره، د اشرف د سولې په طرحه کې پنځه کاله نوره هم انسان‌وژنه ده، پنځه کاله نور حکومت کول او په دغه موده کې به ۶سوه زره خلک ووژل شي، خو د افغان سیاسیونو په طرحه کې اوربند، د جګړې پای، د لنډمهالې ادارې جوړول، په واک کې د طالبانو شریکول او له هغه وروسته ټاکنې دي.

دی وايي، طالبان ارګ ته نه تسلمېږي، نه په یوه، دوو څوکیو قناعت کوي، بلکې د ټول افغانستان دعوه کوي.

محمد محقق له حکومت وغوښتل، چې د ځان‌غوښتنې پر ځای باید ملي فکر وکړي، د روانې جګړې پای ته یوه سمه لاره وګوري او د روانې انسان‌وژنې په مخنیوي کې دې رغنده ونډه واخلي.

طالبانو په خپلو مخکنیو اعلامیو کې ویلي، تر هغه وخته افغان حکومت سره خبرې نه کوي، څو یې له امریکا سره د بهرنیو عسکرو د وتلو نېټه او یا هم نړیوال تظمین ترې نه وي اخیستی.

محمد محقق تېر کال د ارګ له لوري له دندې ګوښه شوی دی، خو تراوسه د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال دی او خپلې چارې مخته وړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button