ملیټري: که امریکا دشوروي له ماتې عبرت اخیستی و، له نني برخلیک سره به مخ نه وه

 

عزم (سه شنبه، ۴،چنګاښ،۱۳۹۸)
د امریکا د ملیټري ټایمز مجلې چې تر ډیره د امریکا د پوځ اړوند خبرونه خپروي ، په یوه تازه مقاله کې په افغانستان کې د امریکا روانې جګړې ته کتنه کړې چې يه وینا یې امریکا په کې تر اندازې زیات اشتباهات او تیروتنې ترسره کړې دي.
دغه مقاله د متحده ایالاتو د اردو متقاعد جنرال، «ډانلډ بولډک» لخوا کښل شوې او په کې راغلي، امریکا په افغانستان کې دومره سترې تیروتنې کړې ، چې اوس یې همدا تیروتنې د پوځیانو د رواتلو لپاره لارې جوړوي.

نوموړی زیاتوي ،

«په افغانستان کي زموږ لومړۍ ستره اشتباه دا وه چي موږ د افغانستان په جګو او تنګو درو کي خپل عسکر ورننه ایستل، د شوروي عسکرو ټولو د عبرت درسونو ته مو شا کړه او غوښتل مو چي پر افغانانو باندي امریکايي حل لارې تحمیل کړو.»

مقاله کې وړاندې راغلي ، امریکا افغانانو ته دا  اجازه ور نه کړه چي خپل مشرتابه په خپله وټاکي وکړي، دا چې ولې افغانستان ته د امپراتوریو «هدیره» وايي، او ولي بریتانویان او شورویان هلته مات او توهین شول؛ امریکا له ذهن نه وایستل.
دغه متقاعد امریکایي پوځي د خپلې مقالې په دوام کې اعتراف کړی چې افغانان داسې ټبر دی چي که څه هم مرستو ته زیاته اړتیا لري، خو که بهرنيو پوځیانو یې هیواد زیات اشغال کړ،  پر ضد یې خامخا پاڅون کوي.

د نوموړي په باور ،

«موږ د دې پر ځای چي په افغانستان کي اول ښه کلک تهداب جوړ کړو،  لومړی مو بام او چت جوړ کړ؛ چې همدا لامل ده چي له لومړۍ ورځې بیا تر ننه پورې دا بام چکک کوي»

نوموړی د دغې جګړې د اوږدیدو او خونړۍ کیدو بل لامل د مخدره توکو کښت او تولید ته د ارزښتمنې تګلارې نشتون یادوي او تر څنګ یې په عراق کې د امریکایي پوځیانو ښکیلتیا د مقابل لوري ځواکمنتیا ته د یوې سوژې په توګه یادوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button