کرېکټ بورډ: راتلونکې اګسټ کې د شپږیزې لیګ پیلوي

عزم(سه شنبه، ۰۴ چنګاښ، ۱۳۹۸ل):  د افغانستان د کرېکټ بورډ چارواکي وايي، د روان کال د اګسټ میاشتې تر پایه به د شپږیزې کرېکټ لیګ شپږم پړاو لوبې به د کابل په نړیوال لوبغاړي کې پیل شي.

د شپږیزې کرېکټ لیګ شپږم پړاو به هم د تېر په څېر د کابل بازان، سپین غر زمریان، مس عینک اتلان، بندامیر ښاماران، بست ساتونکي او د امو نهنګان ترمنځ په کابل نړیوال لوبغالي کې ترسره  شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د شپږیزې لیګ کمېټې غړی لطف الله ستانکزی وايي، د سپین غر زمریانو د ملکیت امتیاز له مسلمیار ګروپ، د مس عینک اتلانو له وزیرزي ګروپ، بندامیر ښامارانو له پاراګان سوداګریز ګروپ، د بست ساتونکو له عارف عظیم کمپني لمیټډ او د امو نهنګانو د ملکیت امتیاز له المصافي نړیوال سوداګریز شرکت سره دی.

دی وايي، د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ورځ به دغه لیګ پرانیستل شي«هڅه کېږي چې د شپږیزې شپږم پړاو د روان کال په اګست میاشت کې ترسره شي، ځکه په پام کې د دغه لیګ پرانېسته د خپلواکۍ د بیرته اخیستو د سلمې کلیزې په ورځ وشي، څو دوه خوښۍ په یوه ورځ ونمانځو او هېوادوال به خپل کادرونه او لوبغاړي پکې له نږدې وویني.»

د ستانکزي په خبره، ټولې لوبډلې د مالکینو له لوري اخیستل شوي دي او د بند امیر پخواني مالک هم خپله لوبډله اخیستې او د کابل لوبډلې لپاره دوو کمپنیو د امتیاز د ترلاسه کولو لېوالتیا ښودلې ده.

نوموړي د دې لیګ موخه د افغان کرېکټ په ډګر کې د پټو وړتیاوو موندل، د کرېکټ پیاوړتیا او سوداګریزې سیالۍ وښودل.

تېرکال د شپږیزې لیګ سیالۍ ترسره نه شوې او په عرب متحده اماراتو کې «APL»  سیالۍ ترسره شوې، چې اتلولي یې بلخ لوبډلې وګټله.

د شپږیزې لیګ د پنځم پړاو اتلولي د راشدخان لوبډلې بندامیر ګټلې وه.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button