په ۲۰۲۰ کې به آیفون د لوی سکرین سره راښکاره شي

د موبایلونو لومړی کامیاب سفر له لوی سایز څخه د کوچني سایز په لور ګڼل کېده او هري کمپنۍ کوشش کاوه چې د امکان تر حده د کوچني سایز سکرین موبایل جوړ کړي. خو دا سفر اوس بیرته برعکس شروع شوی او د موبایلونو لپاره د نویو اپلي کیشنونو مقابله شروع ده چې له امله یې د موبایلونو د سکرینونو سایز غټیدل هم پیل شول.

۲۰۲۰ کال د آیفون موبایلونو د بدلونونو کال شميرل کیږي او په همدې کال بازار ته وړاندې کېدونکي آیفون موبایل ۱۲ د سکرین سایز به هم غټ کړای شي.

د ایپل تجزیه کونکی منګ چي کو وایي چې د آیفون میکس سایز به له ۶.۵ څخه ۶.۷ شي. په ډیزاین کې د راتلونکو بدلونونو په اړه ویل کیږي چې دا ځل به د درو کامرو سره مارکیټ ته راشي چې په ۲۰۲۰ کې به خلګ نور هم د ايپل لور ته متوجه کړي.

د نوي سکرین دسایز تر څنګ دا هم ویل کیږي چې په ۲۰۲۰ کې به په آیفون کې د ایل سي ډي پر ځای او ایل ډي نصب کیږي.

تر ټولو مهمه یې لا دا هم ده چې په ۲۰۲۰ کې به آیفون له ۴جي څخه ۵جي ته واوړي، خو ۵جي به د آیفون په ګران بیه سیټانو کې موندل کیږي. البته د لوی سایز سکرین درلودلو کې آیفون یوازي نه بلکي په نورو موبایلونو کې هم د لوی سایز سکرین راتللو قوي امکانات شته.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button