طالبان: پکتیا او پکتیکا کې ۳۰ اربکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې
عزم(سه شنبه، ۴ چنګاښ ۱۳۹۸): طالبانو ادعا کړې چې د پکتیا په ډنډپټان او پکتیکا په سرحوضه ولسوالۍ کې یې دوه پوستې نیولي او د یو قومندان په ګډون یې ۱۵ اربکیان وژلي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر اکاونټ لیکلي دي چې تیره شپه یې د پکتیا ولایت ډنډي پټان ولسوالۍ اړوند د مقبلو ځیګار سیمه کې یوه پوسته نیولې ده.
هغه ویلي دي چې په یاده پوسته کې یې ۷ تنه عسکر وژلي چې جسدونه یې پوسته کې پاته وو او نور له سیمې تښتیدلي وو.
مجاهد ویلي دي چې همداراز یې د پکتیکا ولایت په سرحوضې ولسوالۍ کې یې یوه پوسته نیولې او د قومندان(علي) په شمول یې ۸ تنه اربکیان ووژل.
نوموړي ادعا کړې چې پوستې ته په ورتلونکو کومکي عسکرو یې هم بریدونه کړي چې ۲ ټانګونه یې ویجاړ کړي، ۷ عسکر یې وژلي او د ۲ قومندانانو په شمول یې ۸ عسکر ژوبل کړي دي.
مجاهد په دواړو جګړو کې د خپلو ۵ تنو ملګرو مرګ ژوبله هم منلې ده.
د ویلو ده چې دولتي چارواکو تر اوسه د دغو بریدونو او مرګ ژوبلې په اړه هیڅ ندي ویلي.