د هرات په ګلران ولسوالۍ کې شل تنو سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

عزم(چهارشنبه، ۵ چنګاښ ۱۳۹۸): تیره شپه د هرات ولایت ګلران ولسوالۍ پر پوستو باندې طالبانو بریدونه کړي چې امنیتي سرتیرو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي زاده له رسنیو سره په خبرو کې د جګړې تایید کړی او زیاته کړې یې ده چې په یاده جګړه کې دواړو لوریو ته تلفات اوښتي خو کره شمیره یې نده ښودلې.

بل خوا د هرات ولایت یوې امنیتي سرچینې ویلي چې د طالبانو په برید کې ۸ پولیس وژل شوي ۱۲ تنه نورټپیان دي او څو تنه طالبانو ژوندي نیولي دي.
سرچینې ویلي چې د ګلران امنیه قومندان هم په ټپیانو کې دی.

طالبانو د برید مسئولیت منلی ویاند یې رسنیو ته په لیږلې خبرپاڼه کې ویلي چې تیره شپه یې دګلران ولسوالۍ  مرکزي بازار کې  د دولتي سرتیرو پر ۲ پوستو وسلوال بریدونه ترسره کړي چې دواړه پوستې یې نیولي دي.

طالب ویاند ادعا کړې چې په یاده جګړه کې یې د ولسوالۍ د امنیه قومندان داود په شمول ۱۲ تنه عسکر وژلي ۸ تنه نور یې ټپیان کړي، څلور تنه یې ژوندي نیولي، ګڼ شمیر وسلې او مهمات هم لاسته ورغلي دي.
هغه خپل لور ته د څلور تنو مرګ ژوبله هم منلې چې یو یې وژل شوی او ۳ تنه نور یې ټپیان دي.

ګلران ولسوالۍ د هرات له ولسوالیونه یوه مهمه او ستراتېژیکه ولسوالي ده چې د ایران او ترکمنستان هیوادونه سره په ګډه پوله پرته ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button