پاکستان کې د غني سوړ هر کلی شوی

 

عزم(پنجشنبه، ۶ چنګاښ ۱۳۹۸): ولسمشر غني د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په رسمي بلنه دغه هیواد ته د یو لوړ رتبه هیئت په ملتیا په دوه ورځني سفر تللی.

پاکستان د ولسمشر غني سوړ هر کلی کړی او هغه ته یې د هرکلي لپاره یو ټیټ رتبه پلاوی د اقتصاد وزارت مشاور رزاق داود لیږلی وو.

لکه څرنګه چې په لنډ وختونو کې پاکستان د یو شمیر هیوادونو د مشرانو هر کلی کړی وو او یا د یو هیواد له مشر سره مناسب وي پاکستان د غني هغه شان هر کلی ونکړ.

که څه هم د غني پلویان په ټولنیزو رسنیو کې هغه انځورونه کښته پورته کوي چې د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې په لارو او واټونو د هرکلي لپاره لګیدلي خو هغه انځورونه هم تر نیوکو لاندې راغلي او داسې ښودل کیږي چې ولسمشر غني دې له پاکستاني مشرانو څخه کښته وي.

ولسمشر غني سره په دغه سفر کې د امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزی، د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي په شمول ګڼ شمیر نور چارواکي او تجاران هم تللي دي.

غني به د پاکستاني چارواک د لیدنو سربیره د پاکستان په لاهور ښار کې هغه کانفرانس کې چې د اقتصادي ودې لپاره جوړ شوی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button