په غزني او دایکندي کې د «ځان‌وژنې» پېښې ډېرې شوي

عزم(یکشنبه، ۰۹ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د غزني د روغتیايي برخې مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د ځوانانو ترمنځ د ځان‌وژنې پېښې په بې‌ساري ډول زیاتې شوي، چې ګڼې کورنۍ یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د غزني د عامې روغتیا د روغتون رئیس ډاکټر بازمحمد همت وايي، په غزني او دایکندي کې د ځان‌وژنې پېښې ډېرې شوي او په روان کال کې په هره میاشت کې ۱۱تنو ځانونه وژلي دي، چې ډېری یې نجونې او هلکان دي.

دی وايي، د ځان‌وژنې هڅې هم ډېرې شوي، چې ځینې یې ژغورل شوي او ځینې وژل شوي دي.

د همت په خبره، د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په دایکندي کې هم ۳۳ تنو د ځان‌وژنې هڅه کړې، چې ۴ تنه پکې وژل شوي او پاتې ژغورل شوي دي.

«فقر، کورنۍ ستونزې، اجباري ودونه، لوړ ولور، د ځوانانو ترمنځ ځانونه کم ښودل او ګڼ شمېر نور لاملونه دي چې خلک ځان‌وژنې ته هڅوي.»

دی وايي، ډېری ځوانانو ځانونه غرغره کړي او یا یې زهري مواد خوړلي، چې ډېره برخه یې نجونې دي.

خو د دایکندي د عامې روغتیا رئیس ډاکټر علي اکبر قاسمي وايي، ډېری ځوانان له سریالونو تقلید کوي او د نورو ستونزو ترڅنګ په تلوېزونونو کې د هر ډول سریالونو خپرېدل هم دي.

دی د اطلاعاتو او کلتور وزارت له مسوولینو غواړي، چې په تلوېزونونو کې دې د هغو سریالونو مخه ونیسي، چې ځوانان ځان‌وژنې ته هڅوي.

یوه نیمه لسیزه مخکې په افغانستان کې ځان‌وژنه چا نه پېژنده، خو د امریکايي اشغال وروسته دغه پدیده هم له لوېدیځ څخه افغانستان را وارد شوه.

افغانستان کې هم د عامې روغتیا وزارت وايي، له تېرو څلور کلونو راهېسې دلته د ځانوژنې د هڅې پېښې ډېرې شوي، چې په تېرو څلورو کلونو کې نږدې ۱۰زره کسانو ځان‌وژنه کړې ده.

د سپټمبر ۱۰ مه د ځان وژنې د مخ نیوي نړېواله ورځ ده. د روغتیا د نړېوال سازمان د اټکلونو له مخې هر کال ۸ سوه زره کسان ځانونه وژني.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button