حکمتیار له طالبانو غواړي چې د ده لاره تعقیب کړي

ابوبکر مهاجر

د کابل حکومت سره له یو ځای کېدلو مخکي چې د هغه او افغانستان کې د امریکایانو په اړه د حکمتیار کوم موقف ؤ، ټولو ته معلوم دی. د مثال په ډول یې دا یوه خبره یادولی شو چې ویل به یې چې د کابل اداره له مزدورانو څخه مرکبه او ټول د غربیانو خوبونو ته تعبیر لټوي او که د یوه امریکایي سرتیري په شتون کې افغانستان ته ستون شوم نو د نبي امتي به نه یم. خو کله چې یې څه موده وړاندې پر خپل سابقه جهاد، د شهیدانو پر وینو او ارمانونو او د کونډیانو او یتیمانو پر هیلو په خاورو اړولو سره د کابل رژیم ته د سولي په نامه تسلیم شو او هغه یې یو مشروع او مستقیم حکومت ومانه، اوس له نورو هم غواړي چې د ده په څير یو احمقانه او نامشروع اقدام وکړي.

حکمتیار چې اصلا په خپله رایه کې مستقل او پر خپل موقف پاتي کېدونکی سړی نه دی او غلامانه ذهن لري، په هیواد کې د سولي مخالف دی ځکه چې ښايي د نوموړي مصالح خوندي پاتي نشي د کومو لپاره چې له خپل منهج څخه تیر شو، او په هیواد کې د ارامي راتلونکو لپاره چې کومي هلي ځلي کیږي دی پر ې نیوکي کوي، غندي یې او غواړي چې افغانان دي د افغان حکومت تر چتر لاندې نور هم د پردیو تر تسلط لاندې پاتي شي.

د طالبانو او افغانانو تر منځ ناستي لپاره له مودو راهیسي هلي ځلي کېدلې او د افغان حکومت او خلیلزاد هڅه هم داوه چې افغانان دي خپلو کې سره کښېني. که څه هم دغه غونډه هم د مسکو د غونډي په څیر د افغان حکومت له رسمي نماینده څخه خالي ده، خو ناسته د افغانانو ترمنځ بهر تقدیر ده. پر حکمتیار د سولي لپاره دا اقدام بد لګېدلی او نه یوازي پر طالبانو یې نیوکه کړې بلکي د هغو هیوادونو دغه اقدام یې هم سخت غندلی چاچې د بین الافغاني ډیالوګ کوربه توب ته ټټر وهلی.

نوموړی وایي چې داسي غونډي بې ګټي دي او طالبان دې له دوی زده کړي چې د امریکایانو په شتون کې دي د افغان حکومت سره سوله وکړي. نو زه وایم داسي غونډي که بې ګټي یا نامشروعي دي نو ستا د ګوند له افرادو څخه چې ستا د لور میړه او غیرت بهیر پکي شامل دي، ښایي ستا په خوښه او اجازه سره وي او د هغوی ګډون خپله داسي غونډو ته مشروعیت وربخښي او دا ښیي چې بې ګټي او بې نتیجې نه دي. او که بې ګټې وي نو بیا ستا له ادرسه په داسي غونډو کې د ګډون کولو څه معنی ؟!

له بل لوري نوموړي په خپله دې وینا کې خپل هغه ارمان او هدف ته هم اشاره کړې د څه لپاره چې یې مبارزه کول او بیا له امریکایانو او افغان چارواکو څخه مرکب حکومت ته ورګډ شو، هغه د ارګ حکومتي چارو او واک ته رسېدل دي. نوموړي ویلي چې هغوی چې غواړي امریکا به ورته د ارګ چاري وسپاري، دوکه شوي، ځکه تر اوسه هیڅوک نه دي بریالي شوي چې دغه ارمان تر لاسه کړي. دلته یې یو خو پر طالب دا الزام لګولی چې ګنې ټولي هلي ځلي یې صرف د حکومتي واک او اقتدار لپاره دي، نه له اشغال څخه د هیواد او افغانانو د خلاصون لپاره، له بل لوري یې دې ته هم اشاره کړې چې ګنې زما هلي ځلي او کوششونه هم د ارګ چاري په لاس کې د اخیستلو لپاره ؤ. او د دې ترڅنګ یې په خپل دې ارمان کې نامرادۍ او خړمخۍ ته هم اشاره کړې چې له ډیرو ستړیاوو او تکلیفونو وروسته هم دې ارمان ته ونه رسېدم.

دی ښایي ځان د افغان ولس یو نماینده یا د هغه خواخوږی بولي او زړه یې شي چې زما سره دي هم د افغانستان د لانجې په حل کې مشوره وشي او مادې هم دې بهیر ته ورګډ کړي. خو خوشبختانه نوموړی داسي بې تفاوته او پر طرف پرېښودل شوی چې بیخي یې څوک نوم هم نه اخلي رایه پوښتل او عملي کول خو لري خبره. همدا لامل هم کېدای شي د نوموړي د معدې د ګیس او ایشناؤ سبب وي او د زړه له جوشه بیا داسي بې وقوفانه او احمقانه څرګندوني کوي.

اللهم ثبتنا علی دینک یارب

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button