ناسا دا ځل مېرمن سپوږمۍ ته استوي

د دنیا په تاریخ کې تر اوسه ۱۲ کسانو پر سپوږمۍ قدم ایښی دی چې ټول نارینه دي او ټول د امریکا اوسېدونکي دي.

دا ځل امریکایي فضایي اداره ناسا په پام کې لري چې سپوږمۍ ته استونکي ماشین کې د نارینه ؤ سره یوه ښځینه هم واستوي.

ناسا پلان لري چې په ۲۰۲۴ کې چې کومه ډلګۍ سپوږمۍ ته استول کیږي په لړ کې به یې یوه مېرمن هم وي.

دا خبره عجیبه ده چې کله چې امریکایي فضایي ادارې ناسا په لومړي ځل په ۱۹۶۹ کې خپل کوم ټیم سپوږمۍ ته واستاوه، نوم یې «اپولو» ایښودل شوی ؤ چې د پخواني یوناني تاریخ او عقیدې مطابق رڼا او موسیقۍ ته ویل کیږي.

دا ځل چې ناسا کوم ټیم لیږي د هغه نوم یې «ارټیمس» ایښی دی چې د یوناني عقیدې مطابق د «اپولو» د سکه خور نوم دی.

د سپوږمۍ ملاقات به په لومړي ځل د کومي مېرمني سره کیږي؟ دا لا مبهمه ده ، مګر د ناسا مشرانو ویلي چې د دوی په اداره کې له ۱۲ کارکونکو مېرمنو څخه به خوش نصیبه د دې سفر ملګرې وي.

سپوږمۍ ته د تللو هیله لرونکي مېرمني په ماضي کې ډاکټراني، ساینس پوهاني او یا پیلوټاني پاتي شوي دي.

سپوږمۍ ته په آخري ځل سفر په ۱۹۷۲ کې شوی دی او بیا ځل په ۲۰۲۴ کې د تللو اټکل شوی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button