ننګرهار: د جلال اباد ښار د پولیسو پر رینجر ماین چاودنه شوې

عزم(شنبه، ۲۲ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، نن سهار د جلال اباد ښار پنځمې ناحیې اړوند د ټاکنو خپلواک کمېسیون سیمه‌ییز دفتر ته نږدې د پولیسو پر یوه رینجر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې، چې له امله یې یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د امنیې قومندانۍ ویاند فرید خان وايي، د پولیسو په رینجر موټر پسې مقناطیسي ماین نښلول شوی، چې یو پولیس ځای پر ځای وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

خو د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي، ماین د سړک په ګلدان کې ځای پر ځای شوی و، چې له امله یې درېیو پولیسو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

پرون هم د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې د واده په مراسمو برید کې ۱۰تنه وژل شوي وو او ۴۰ نور ټپیان شوي وو.

تراوسه د دې بریدونو مسوولیت چا نه دی منلی.

په ننګرهار کې ډېری وخت داعش وسله‌وال ورته بریدونه کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button