حج او عمرې تلونکو کسانو نه یوه روغتون په خیالي واکسین لسګونه میلونه افغانۍ وهلې

 

عزم(چهارشنبه، ۲۶چنګاښ،۱۳۹۸)د روغتیا وزارت چارواکي او حج او عمرې ته تلونکي کسان وایي، په کابل کې د «رایل کمپلکس» په نوم یو روغتون چې دنده یې سعودي ته تلونکو حاجیانو ته د واکسین تطبیق ده، لسګونه میلیونه ډالره فساد کړی دی.
هشت صبح ورځپاڼې په یوه څیړنیز راپور کې ویلي، دغه روغتون دنده لري ترڅو حج او عمرې ته تلونکو کسانو ته د پولیو او منجمنټ واکسین تطبیق کړي، خو نه یواځې دا چې هیڅ کوم حاجي ته یې واکسین نه دی ورکړی، بلکې په ناقانونه توګه یې له هغوی څخه د واکسین د کارت په بدل کې له ۱۸۰۰ تر ۲ زرو افغانیو رشوت اخیستی دی.

د حج او عمرې د شرکتونو د رئیس د مالوماتو له مخې یواځې تیر لمریز کال کې شاوخوا ۷۰ زره افغانان حج او عمرې ته تللي، چې همدې ارقامو ته په کتو سره د یاد روغتون چارواکو نږدې ۱۲۶ میلیونه افغانۍ له واکسین پرته په تش کارت ورکولو ترلاسه کړې دي.

د روغتیا وزارت چارواکي وایي، ستونزه له څوکلونو راهیسې روانه ده او په پرلپسې ډول حج او عمرې ته د تلونکو حاجیانو شکایتونه ورته رسیدلي، خو په وینا یې چې دا روغتون د ولسي جرګې د یوه زورواکي وکیل « کلیمزي» وردګ اړوند ده، چې د دوی له بار بار غوښتونو سربیره یې هم له دې کار نټه نه ده کړې او نه یې هم د دوی اعتراضاتو ته کوم پام کړی دی.

وزارت وایی، دا چې د واکسین پلورل په قانوني توګه جواز نه لري او له دې امله چې د یاد روغتون مسؤلین یې هم غوښتنو او اعتراضاتو ته پام نه دی کړی، اړ شوي تر څو د دې قضیې په تړاو لویې څارنوالۍ ته هم شکایت وکړي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button