طالبانو هرات او بادغیس کې د پستې د درختو تر ساتنې وروسته خلکو ته د میوو ټولولو اجازه ورکړې

 

عزم(شنبه، ۲۹چنګاښ،۱۳۹۸)په هرات او بادغیس ولایتونو کې طالبانو خلکو ته اجازه ورکړې چې د خپلو پستو د میوو حاصلات ورټول کړي.
طالبان وایي، ټول کال یې له دې درختو ساتنه او څارنه کوله او اوس یې چې حاصلات مخ پر پخیدو شول، خلکو ته یې د ټولولو اجازه ورکړې ده.
د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي «دهرات ولایت او بادغیس ولایت  په ټولو ولسوالیو کې   داسلامي امارت مجاهدینو ټول کال د پستو ددرختو ساتنه کوله  ترڅو د کړیدلي اولس لپاره  ښه پخه اوپه مناسب قیمت  وپلورل شي
تېره ورځ مازدیګر ۵ نیمي بجې  وروسته ترهغه چې  یاده مېوه  په ښه توګه  پخه شوي وه ټولو ملکي خلکوته اجازه ورکړی شوه  »

د پستو باغونه

سیمیز خلک د طالبانو له دې همکارۍ نه د هرکلي ترڅنګ وایي، تیرو کلونو کې یې چې سیمه کې طالبان نه ؤ، د پستو دومره زیاته کچه حاصلات یې ځکه نه ترلاسه کول چې هر چا په خپلسري ډول تر پخیدو وړاندې هڅه کوله میوې بازارونو ته یوسي، خو له کله چې طالبان یې سیمو ته ورغلي هرڅه یې په نظم او دیسپلین ترسره کیږي چې د پستو د پراخو حاصلاتو ترلاسه کول یې یوه بیلګه ده.
دوی زیاتوي، سیمو کې یې وسلوالې غلاوې، قتل، اختطاف او نورې جرمي او جنایي کړنې صفر ته راښکته شوې؛ښوونځي او روغتیایي مراکز یې فعال او له ډاډمن امنیت نه برخمن دي، چې همدې چارې په اړوندو سیمو کې د طالبانو اغیزناک نفوذ زیات کړی، ولسي ملاتړ یې ترلاسه او ورځ تر بلې خلک هڅه کوي له دولتي سیمو هم د طالبانو تر واک لاندې سیمو ته د ډاډمن امنیت له امله ورشي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button