«ولسي جرګه په اداري فساد کې ښکېله ده»

عزم(دوشنبه، ۳۱چنګاښ، ۱۳۹۸ل): له فساد سره د مبارزې د څار او ارزونې د ګډې خپلواکې ډلې«میک» په یوه تازه راپور کې ویلي، چې ولسي جرګه په اداري فساد کې ښکېله ده.

د دغې کمېټې اجرائیه رئیس میوند روحاني وايي، د ولسي جرګې غړیو په سلګونه ځلې اداري فساد کړی دی او لاهم په اداري فساد کې ښکېل دي.

دی وايي، دغه ارزونه یې په یوه کال کې کړې، چې د ولسي جرګې له ۴۲غړیو، مدني ټولنو او دولتي چارواکو سره پکې خبرې شوي او ټولو خواوو منلې، چې ولسي جرګه په اداري فساد کې ښکېله ده.

د روحاني په خبره، د حکومت پر کارونو نه څار، د وزیرانو استیضاح او استجواب، د ولسمشر تقنیني فرمانونو نه ارزول، د ولسي جرګې د غړیو د شتمنو نه ثبتېدل، د جرمونو کول او بې‌محاکمې ګرځېدل، له وزیرانو پیسې غوښتل، رایې پلورل، د پروژو ناسمه ارزونه، د بې‌کیفیته پروژو پرانیسته او لسګونه نور موارد دي، چې د ولسي جرګې غړیو پکې اداري فساد کړی دی.

نوموړی وايي، په دې ارزونه یې یو کال وخت لګولی او لامل یې دی، چې د ولسي جرګې غړي خبرو ته حاضرېږي او خپل ځواب نه وايي.

د افغان ګڼې مهمې ادارې په اداري فساد کې ښکېلې بلل کېږي، خو په عدلي او قضايي ارګانونو فساد ددې لامل شوی، چې داسې قضیې پټې وساتل شي او رسنیو ته ښکاره نه شي.

افغان حکومت هر کال د اداري فساد په برخه کې د نړۍ لومړی، دوهم او درېیم ځای خپلوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button