غزني: د طالبانو په برید کې د خوګیاڼو امنیې قوماندان او ۲۰ عسکر وژل شوي

 

 

عزم(جمعه، ۴ زمری ،۱۳۹۸)دغزني ځایي چارواکي وایي، طالبانو تیره شپه د دغه ولایت پر خوګیاڼو ولسوالۍ تهاجمي برید کړی او ګڼو عسکرو ته یې مرګ ژوبله ور اړولې ده.
د غزنی د والي ویاند عارف نوري ویلي، دغه برید چې تیره شپه لس بجې پیل شو، پرمهال یې د یادې ولسوالۍ قوماندان سمیع الله پوپل په ګډون درې تنه عسکر وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
نوموړي څلورو طالب جنګیالیو ته هم د مرګ ژوبلې اوښتو پخلی کړی دی.

بلخوا بیا طالبانو ویلي چې تیره شپه یې د خوګیاڼو ولسوالۍ په نقلي مرکز چې د غزني د مرکز اړوند کاریز سیمه کې موقعیت لري، بریدونه کړي چې د یادې ولسوالۍ د امنیه قومندان(سمیع الله) په شمول یې ۲۱ عسکر وژلي او ۱۰ نورټپیان کړي دي.

سمیع الله پوپل د غزنی د خوګیاڼو امنیې قوماندان

طالبان وایي د برید پر مهال دوی ته هیڅ راز زیان نه دی اوښتی.

د یادونې وړ ده چې دا په تیره څه باندې یوه میاشت کې د یادې ولسوالۍ دوهم د امنیې قوماندان دی چې د طالبانو برید کې ژوند له لاسه ورکوي، د روان کال د چنګاښ پر پنځمه نیټه هم د دغې ولسوالۍ د امنیې قومندان قادرشا د یوه ځای پرځای شوي ماین په چاودنه کې له خپلو ساتونکو سره یوځای وژل شوی وو

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button